د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو په اسرائیل کې په یو بس ډزې کړې او شپږ سرتېري یې ژوبل کړي 


تصویر: ارشییف
تصویر: ارشییف

د اسرائیل پوځ وايي چې وسله والو په لویدیځه غاړه کې په یو بس ډزې کړې، شپږ سرتېري او یو ولسي کس یې ژوبل کړي دي.

د اسرائیل پوځ وایي دوه کسان یې له دغې پېښې لږ وروسته د یو سوځول شوي موټر تر څنګ، چې ګمان کېږي په دغه برید کې ترې کار اخیستل شوی، نیولي دي. وايي په سیمه کې یو شمېر مرمۍ هم موندل شوې دي.

برید د اردن د رود په غاړه د توباس په سیمه کې شوی چې د بس شېشې ماتې شوې او په مرمیو سوری سوری شوی دی. د اسرائیل پوځ وايي یو سرتېری ډېر ژوبل شوی دی او پنځه نور او یو ولسي سړی سربېرن زخمي دي.

د اسرائیل د دفاع وزیر بینی‌ګانټز ویلي دي چې له برید ورسته امنیتي ځواکونه ولاړل او مشکوک کسان یې ونیول.

د «ماګېن ادم» ایمرجنسي روغتون یو مقام ماتي کارمي ویلي دي چې «په مرمیو د دوو لګېدليو کسانو درملنه له بس څخه د باندې شوې» چې بیا په بې هوشۍ کې د اسرائیل د هایفه په ښار کې روغتون انتقال شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس د اسرائیل پوځ وايي د دوو کسانو له نیول کېدو وروسته یې «تحقیقات روان» دي.

پوځ همده راز د برید سیمې ته نژدې یو مل موټر هم محاصره کړی چې ګمان کېږي بریدګرو ترې استفاده کړې ده. د برید علت لا معلوم نه دی او نه هم کومې ډلې تر دې دمه د دغه برید مسئولیت منلی دی.

د حماس ډلې، چې د غزې په تړانګه واکمنه ده، دا برید ستایلی او هغه یې د «اتلولۍ عملیات» ګڼلي دي.

تر دې مخکې تېره میاشت په بیت المقدس کې هم په یو بس باندې ډزې شوې وې چې د ځینو امریکايانو په ګډون اته کسان په کې ژوبل شوي وو.

XS
SM
MD
LG