د لاس رسي وړ اتصالات

ارمنیانو خپل کورونه وسوزول؛ اذربایجان د هغوی د وتلو نیټه وغزوله


اذربایجان نن د نومبر په ۱۵ (لړم ۲۵) موافقه وکړه چې د قره باغ د لانجمنې غرنۍ سیمې څخه "د ارمني وسله والو ځواکونو" د وتلو ضرب‌الاجل وغزوي.

د اذربایجان د جمهور رئیس د بهرنیو چارو سیاسي سلاکار حکمت حاجییوف، پدې وینا سره وویل چې ارمنیان به د نومبر د میاشتې تر ۲۵ وخت ولري چې له دغې سیمې ووځي.

د هغې موافقې په اساس چې د روسیې په منځګړیتوب شوې ارمنستان باید نن یکشنبه اذربایجان ته د لانجمنو سیمو د تسلیمولو بهیر پیل کړي؛ هغه موافقه چې د دواړو خواو ترمنځ د اوه اونیو خونړۍ جګړه یې پای ته ورسوله.

د کالجبر د غرنۍ سیمې اوسیدونکو مخکې له مخکې له سیمې څخه ډله ییز وتل پیل کړي دي. دغه سیمه د ارمني جلاغوښتونکو له لورې کنترولیده.

یو شمیر ارمنیانو ویلي، ددې ویرې چې اذربایجانیان یې مړو ته سپکاوی ونکړي، قبرونه یې هم ایستلي دي.

د چاریکتار کلي اوسیدونکو له وتلو دمخه خپل کورونه وسوزول چې اذربایجانیان په کې ونه اوسیږي.

دا پداسې حال کې دي چې په قره باغ کې د شاوخوا ۲۰۰۰ روسي سوله ساتو ځواکونو د میشت کیدو بهیر دوام لري. دا ماموریت پنځه کلن دی، خو غزول کیدای شي.

ارمني ځواکونه همداشان د دریو نورو ساحو څخه هم وځي، چې د ۱۹۹۰ کلونو له جګړو وروسته یې تر کنترول لاندې وې.

ارمنستان پرون وویل چې د سختو نویو نښتو په ترڅ کې ددې هیواد څه دپاسه ۲۳۰۰ پوځیان وژل شوي دي.

اذربایجان تر اوسه خپله مرګ ژوبله نده په ډاګه کړې.

د ارمنستان د صدراعظم د وژلو دسیسه

د ارمنستان یو مخالف سیاسي مشر ارتر وانستیان، د هغه هیواد د صدراعظم د وژلو او د هغه هیواد د واک ترلاسه کولو په طرحه کې د لاس لرلو په تور ونیول شو. دا پداسې حال کې دي چې د هغه مدافع وکیل دغه تورونه رد کړي دي.

د اذربایجان سره له موافقې وروسته په ارمنستان کې د دولت ضد مظاهرې هم شوي دي او اعتراض کوونکي د هغه هیواد د صدراعظم نیکول پاشینیان، استعفی غواړي.

اذربایجاني او ارمني پوځیان د پخواني شوروي اتحاد د نړیدو وروسته د ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې د جګړو او دښمنۍ سابقه لري.

ارمني جلاغوښتونکو په ۱۹۹۰ لسیزې کې د قره باغ غرنۍ سیمه د خونړیو جګړو په ترڅ کې نیولې وه چې ۳۰ زره کسان په دغه جګړه کې وژل شوي و.

د قره باغ د سیمې اکثر اوسیدونکي ارمنیان دي، خو دغه سیمه په بشپړه توګه د اذربایجان په خاوره کې پرته ده او نړیوال یې هم د اذربایجان ملکیت ګڼي.

XS
SM
MD
LG