د لاس رسي وړ اتصالات

سیلابونو په شمالي کوریا کې ۲۲ تنه مړه کړل


په شمالي کوریا کې د معمول خلاف ډېر موسمي بارانونه کیږي
په شمالي کوریا کې د معمول خلاف ډېر موسمي بارانونه کیږي

د سره صلیب نړیوال فدراسیون وايي په شمالي کوریا کې زورورو سیلابونو لږ تر لږه ۲۲ تنه مړه کړي او څلور نور کسان ورک دي.

د سره صلیب نړیوال فدراسیون په یوې اعلامیې کې د شمالي کوریا د چارواکو له خولې لیکلي ‌دي‌ چې په سیلابونو کې ډېرې زراعتې ځمکې هم ویجاړې شوې دي.

په شمالي کوریا کې چې تر سیلابونو مخکې هم د خوراکي موادو له کموالي سره مخامخ وه، اقتصادي اندېښنې لا پسې زیاتې شوې دي.

د دغه هېواد دولتي خبري اژانس (کی سي ان ای) د جمعې په ورځ اګست ۱۴ (زمری۲۴) وویل چې سیلابونو ۴۰زره هکتاره حاصلخیزه ځمکه ویجاړه کړې او ۱۷زره کورونه یې زیانمن کړي دي.

راپور وايي: "ډېر سړکونه، پلونه او د اورګاډي پټلۍ خرابې شوي دي. د برېښنا د اوبو یو بند هم خلاص شوی او سیلابونو په ملي کچه په نورو برخو کې هم اقتصادي زیانونه اړولي دي."

د کوریا په ټاپو وزمه کې د معمول خلاف موسمي بارانونه زیات وي. څه موده مخکې په جنوبي کوریا کې ۴۹ ورځې مسلسل بارانونه وشول، سیلابونه راووتل او لسګونه کسان یې مړه کړل.

XS
SM
MD
LG