د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا نږدې ۳۰۰ نور افغان کډوال دغه هیواد ته انتقال کړي دي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د کاناډا د کډوالۍ، پناه ورکوونې او اوسیدنې ادارې ویلي، چې له افغانستان څخه د افغانانو د تخلیې د پروګرام په لړ کې یې تیره اونۍ ۲۹۸ نور افغان کډوال دغه هیواد ته انتقال کړي دي.

دغې ادارې د جمعې په ورځ سپټمبر اتم ( وږي ۱۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله رسمي پاڼه لیکلي، چې دا شمیر افغان کډوال د پنجشنبې په ورځ د دغه هیواد د تورنټو ښار ته رسیدلي دي.

د کاناډا د کډوالۍ، پناه ورکوونې او اوسیدنې ادارې ویلي: "نن مونږ تورنټو ته ۲۹۸ نورو افغانانو ته ښه راغلاست ووایه دوی به کاناډا کې خپل سفر ته دوام ورکړي او د اوتاوا، سوري او تندر سیمو په ګډون به د هیواد په ۱۹ ټولنو کې ځای په ځای شي".

د کاناډا د کډوالۍ، پناه ورکوونې او اوسیدنې ادارې دا نه دي ویلي، چې دغه هیواد ته دغه تازه ورغلي افغان کډوال یې د کوم هیواد څخه انتقال کړي دي.

کاڼاډا په تیرو شاوخوا دوو کلنو کې د پاکستان، تاجیکستان او متحده عربي اماراتو څخه افغان کډوال په چارټر شویو الوتکو کې دغه هیواد ته انتقال کړي دي.

افغانستان لپاره د کاناډا ځانګړي استازي سفیر ډیوید سپرول تیره اونۍ اسلام اباد ته سفر کړی و او افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني سره یې هم کتلي و.

د پاکستاني رسنیو د چهارشنبې د ورځې سپټمبر شپږم ( وږي ۱۵) راپورونو له مخې د پاکستان حکومت د کاناډا د په غوښتنه له دغه هېواد څخه کاناډا ته د شپږ زرو افغان کډوالو د انتقال سره موافقه کړې ده.

ددغې موافقې له مخې به کاناډا هغه شپږ زره افغان کډوال، چې اوس مهال په پاکستان کې دیره دي د روان ۲۰۲۳ کال تر پایه کاناډا ته انتقال کړي.

ددغې موافقې له مخې د کاناډا د حکومت به د شپږ زره افغانانو د انتقال لګښت او د پاکستان څخه د افغانانود وتلو لګښت هم ورکړي

د کاڼادا د کډوالۍ، پناه ورکوونې او اوسیدنې ادارې ویلي، چې اوس مهال په دغه هیواد کې د میشتو افغان کډوالو شمیر، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې وروسته دغه هیواد ته انتقال شوي له ۳۷ زرو څخه اوښتی دی.

دغې ادارې ویلي، چې د پلان له مخې به د روان کال ترپایه کاناډا کې تر ۴۰ زرو پورې د افغان کډوالو د بیا مشیت کیدو هدف ترلاسه شي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشتې کې د افغانستان د پخواني حکومت تر سقوط وروسته، کاناډا ژمنه وکړه، چې ۴۰ زره هغه افغان پناه غوښتونکې به چې د طالبانو په رژیم کې یې ژوند په خطر کې وي، کاناډا ته انتقال کړي.

د کاناډا د کډوالۍ، پناه ورکوونې او اوسیدنې ادارې یو ویاند د روان ۲۰۲۳ کال د تیرې مۍ میاشتې په لومړیو کې امریکا غږ ته وویل: "کاناډا د ۲۰۲۳ کال تر پایه د نږدې ۴۰زره افغان پناه غوښتونکو د بیا میشتیدنې په برخه کې چې په نړۍ کې د بیامیشتیدو یو له سترو پروګرامونو څخه دی، په خپلې ژمنې کلکه ولاړ ه ده."

د هغو افغان پناه غوښتونکو په منځ کې چې تر اوسه په کاناډا کې میشت شوي دي، له ۱۰ زرو څخه زیات هغه کسان دي چې په افغانستان کې یې له کاناډايي موسسو او ادارو سره کار کړی دی. ددې برسیره، ۱۶ زره نور بیا هغه مېرمنې او د مدني ټولنې فعالین دي‌ چې د کاناډا د بشردوستانه مرستو د پروګرام له لارې دغه هېواد ته انتقال شوي دي.

په ورته وخت کې، په کاناډا کې د بیا میشتیدنې لپاره د نږدې ۱۸ زره افغانانو غوښتنلیکونه لاهم د کاناډا او نړیوالو غیر دولتي ټولنو او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو ان اچ سي ار) لخوا تر غور او کتنې لاندې دي

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ د ۱۵ څخه تر ۳۰ پورې یوازې امریکا نږدې ۱۲۴ زره افغانان ددغه هېواد څخه بهر ته انتقال کړي دي. خو اوس هم افغان کډوال په پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او ځینو نورو هیوادونو کې لویدیځو هیوادونو ته د اتقال لپاره شیبې شماري.

د کاناډا د مهاجرت ادارې ویلي، چې دغه هیواد ته د ټولو هغو افغانانو د انتقال په اړه غور کوي، چې د کاناډا هیواد سره یې په افغانستان کې کار کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG