د لاس رسي وړ اتصالات

اریانا افغان مشهد ته بیا خپل پروازونه پیل کوي


د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکه
د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکه

اریانا افغان هوايي شرکت وايي چې د کابل او مشهد پروازونه یې بیا پیل کړي او په اوونۍ کې به درې ځله د ایران مشهد ښار ته او له هغه ځای څخه کابل ته پروازونه کوي.

د ایران دولتي اژانس «ایرنا» د مشهد د هوايي ډګر د بهرنیو اړیکو د مدیر حسن جعفري له خولې لیکلي دي چې دا پروازونه د افغانستان په غوښتنه پیل شوي دي.

نوموړي نن چهارشنبه اپریل ۲۷ (غوايي اوومه) وویل چې اریانا افغان به په اوونۍ کې مشهد ته درې پروازونه لري او د هغه په خبره لومړی پرواز به د جمعې په ورځ (غوايي ۱۶ ) کېږي.

نوموړي زیاته کړه: «په اوسني وخت کې ځینې ایراني هوايي شرکتونه د کابل-مشهد پروازونه کوي. خو شاوخوا یو کال کېده چې په دغې لارې د افغانستان د هوايي شرکتونو پروازونه بند وو.»

د اریانا افغان هوايي شرکت په خپل فیسبوک کې لیکلي دي چې د ایران د مشهد ښار ته به د یکشنبې، سه شنبې او جمعې په ورځو کې پروازونه کوي.

تر دې مخکې روسیې اعلان کړی و چې د مسکو کابل پروازونه له سره پیل شوي او له دې وروسته به عادي روان وي.

د روسیې سفارت په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې مسکو ته د اریاناافغان لومړی پرواز د اپریل په ۲۵مه وشو. په ټویټر کې لیکل شوي دي چې هره دوشنبه به د کابل څخه مسکو او هره سه شنبه له مسکو څخه کابل ته پروازونه کېږي.

د اریانا افغان هوايي شرکت تر دې مخکې دوبۍ، اسلام اباد، دوحه، استانبول او انقرې ته هم خپل پروازونه پیل کړي وو.

XS
SM
MD
LG