د لاس رسي وړ اتصالات

د هیواد ۶۰ سلنه جغرافیه د ډرون کمرو له لارې څارل کیږي ـ خالد


د دفاع وزارت سرپرست او نوماند اسدالله خالد
د دفاع وزارت سرپرست او نوماند اسدالله خالد

د افغانستان دفاع وزارت ته نوماند وزیر اسدالله خالد وايي، دا مهال د هیواد ۶۰ سلنه جغرافیه د ډرون کمرو له لارې څارل کیږي.

ښاغلي خالد نن سې شنبه نومبر۱۷(لم۲۷) د ولسي جرګې عمومي غونډه کې د خپلو پلانونو د بیانولو پرمهال وویل چې تر راتلوونکي کال پورې به د هیواد پاتې۴۰ سلنه جغرافیه هم د کشف او استخباراتو تر څار لاندې راشي.

هغه وویل چې د افغانستان د دفاع وزارت کشفي او استخباراتي برخې پراخې شوي دي: "د ملي دفاع وزارت کشف او استخباراتو پراخوالی موندلی دی. اوس مهال د هېواد ۶۰ سلنه جغرافیا زمونږ د ډرون کمرو له لارې څارل کېږي او هڅه کېږي تر راتلونکي یوه کاله، د هېواد ۴۰ سلنه پاتې جغرافیا هم زمونږ د کشف او استخباراتو تر څار لاندې ونیول شي."

نوموړي همدارنګه د افغانستان دفاع وزارت په چوکاټ کې د «رنجر» په نوم د نوي امنیتي ځواک د رامنځته کولو خبر هم ورکړ چې په وینا یې یاد ځواک به د ملي اردو د اوسنیو ځواکونو په پرتله مجهز او پیاوړي وی.

هغه وویل: "تر راتلونکي یوه کاله به د قول اردوګانو په چوکاټ کې د "رنجر" تر نامه لاندې نوي قطعات جوړ شي، چې دغه قطعات به د ملي اردو د اوسنیو ځواکونو په پرتله مجهز او له زیاتې وړتیا څخه برخمن واوسي."

د دفاع وزارت سرپرست او نوماند ولسي جرګې کې دخپلو پلانونو تشریح کولو پرمهال وویل چې افغان امنیتي ځواکونو په یوه کال کې ۹ ولسوالۍ له طالبانو څخه بیرته نیولي او ۷۰۰ بندیان یې هم د طالبانو له زندانونو څخه ازاد کړي دي.

هغه د خپلو راتلوونکو پلانونو په دوام وویل چې راتلوونکی کال به د لویو لارو امنیت نیولو او د طالبانو د مالي منابعو سرچینو له منځه وړلو ته زیاته توجه وشي.

نوموړي د سولې په تامین کې د افغانستان د ملي اردو رول مهم وباله او زیاته یې کړه چې یوازې ملي اردو کولای شي هیواد ته سوله راولي.

XS
SM
MD
LG