د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د اسیا کپ کرکټ سیالیو کې هند ته ماتې ورکړه 


تصویر د تېر نړیوال جام د سیالیو دی، هلته هم پاکستان هند ته ماتې ورکړې وه
تصویر د تېر نړیوال جام د سیالیو دی، هلته هم پاکستان هند ته ماتې ورکړې وه

د اسیا کپ د کرکټ په روانو سیالیو کې پاکستان د یوې په زړه پورې لوبې په ترڅ کې هند ته ماتې ورکړه.

د یکشنبې د ورځې سپتمبر څلورمه (وږي۱۳) په لوبې کې پاکستان د پچې له ګټلو وروسته د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.

دا لوبه په دوبۍ کې وه چې د دواړو لوبډلو زرګونه نندارچیان ورته ورغلي وو.

هند په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې پاکستان ته د ۱۸۱ منډو هدف وټاکه چې پاکستان په وروستي اور کې پوره کړ او لوبه یې وګټله.

د هند په لوبډلې کې ویرات کوهلي تر ټولو ډېرې ۶۰ منډې وکړې او د پاکستان په لوبډلې کې محمد رضوان ۷۱ منډې وکړې او د خپلې لوبډلې په بري کې یې مهم رول ولوبوه.

دا د اسیا کپ د روانو سیالیو د څلورو غور لوبډلو پړاو دی. په لومړي پړاو کې هند تېره اوونۍ پاکستان ته ماتې ورکړې وه.

افغانستان تېره ورځ له سري لانکا څخه لوبه وبایلله.

افغان کرکت لوبډله د چهارشنبې په ورځ له پاکستان او د پنجشنبې په ورځ له هند سره مخامخېږي.

د اسیا کپ سیالۍ د شپږو لوبډلو ترمنځ روانې دي چې بنګله دېش او هانګ خپلې دوې لوبې وبایللې او له سیالیو څخه ووتل.

XS
SM
MD
LG