د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي:‌ روسیې 'زمونږ د ماتې' لاره نده موندلې او راتلونکې کې به یې هم ونه مومي 


د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ د نومبر په ۲۴ مه (لیندۍ ۳) وویل چې روسیه تر اوسه د داسې لارې په موندلو کې چې "مونږ ته ماتې راکړي" ناکامه ده او او همداسې به ناکامه پاته شي.

د زیلینسکي دغه څرګندونې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل د نهمې میاشتې په پوره کیدو سره شوي دي. د اوکراین ولسمشر د پنجشنبې په شپه د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې د هغه هیواد پوځ په ټولو لورو کې د "لویو لارو" کنټرول په لاس کې لري او زیاته یې کړه چې ددې هیواد ځواکونه په ځینو سیمو کې د پرمختګ پلان لري، خو ددغو ساحو نوم یې وانخست.

د ولسمشر زیلینسکي دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې پر اوکراین د روسیې پوځي یرغل د دې لامل شوی چې زیات شمېر اوکراینیان برېښنا ته لاسرسی له لاسه ورکړي او په تیاره کې ژوند وکړي، ځکه روسي توغندیو په دغه هېواد کې د برېښنا د تولید په ګډون ملکي بنسټونه په نښه کړي چې د برېښنا د پرې کېدو لامل شوی دی.

زیلینسکي د خپل هیواد خلکو ته په خطاب کې وویل: "موږ په تیرو نهو میاشتو کې د یوې بشپړې جګړې په وړاندې په ګډه پایښت کړی او روسیې زموږ د ماتې لپاره کومه لاره نه ده موندلې او نه به یې پیدا کړي.

د اوکراین ولسمشر دا هم وویل چې روسي ځواکونو د خرسون ښار چې پخوا د اشغالګرو په ولکه کې و، سخته بمباري کړې ده. د زیلینسکي په وینا، خرسون یواځینۍ سیمه ایز مرکز و چې په هغه هیواد د روسیې د پوځي یرغل پر مهال د روسي ځواکونو لخوا نیول شوی و.

زیلینسکي دا هم وویل چې ''نږدې هر ساعت'' کې د خرسون پر ښار د روسیې د نویو هوايي بریدونو رپوټونه خپریږي. د اوکراین سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د پنجشنبې په ورځ پر دغه سیمه د روسیې په تازه بریدونو کې اوه کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.

ولسمشر زیلینسکي د دې بریدونو په غبرګون کې وویل: "دا ډول ترور سمدستي وروسته له هغه پیل شو چې روسیه د خرسون سیمې څخه وتلو ته اړ شوه. دا د بایللو خلکو غچ دی. دوی نه پوهیږي چې څنګه جګړه وکړي. یوازې هغه څه چې کولی شي دا ترهګري ده. یا د انرژۍ ترهګري یا د توپچي قواو ترهګري یا د توغندیو ترهګري. دا یوازینی شی دی چې روسیې د خپل اوسني مشرتابه لاندې ورته تنزول کړی دی.

زیلینسکي وویل چې اوکرایني ځواکونه "په ټولو لویو لارو کنټرول لري ...او داسې لارې شتون لري چې موږ یې په لور حرکت ته تیاری نیسو."

د اوکراین ولسمشر همداراز زیاته کړه چې داسې ښکاري چې روسیه غواړي ځینو سیمو ته اضافي ځواکونه ولېږدوي.

ازادې اروپا/آزادۍ رادیو په سیمه کې د ښکېلو ډلو د تلفاتو د ادعاوو پخلی نه دی کړی، چیرته چې د روسي او اوکرایني ځواکونو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.

د اوکرایین د وسله والو ځواکونو لوی درستیز خبر ورکړی دی چې روسي ځواکونو د اشغال شوې سکادوفسکي خرسون سیمې په ساحو کې خپل «ویجاړونکي او پولیسي اقدامات» زیات کړي دي.

د اوکراین د دغه جګپوړي پوځي چارواکي له قوله ویل شوي، چې روسي ځواکونه هم د خرسون، کریفري او کریفریزکا په سیمو کې د خپلو پرمختللو پوځي واحدونو استحکامات او لوژیستیکي ملاتړ پیاوړی کوي.

د اوکراین د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز په وینا، د برید لپاره د روسیې د ځواکونو اصلي هڅه د باخموت او اودیوکا په سیمو متمرکزه ده.

XS
SM
MD
LG