د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر او ۱۷ تنه نور د هلیکوپتر د لوېدو په پیښه کې وژل شوي


د اوکراین امنیتي مسولینو ویلي، هلیکوپتر په کیف کې د یوه وړکتون په خوا کې رالوېدلې او لږترلږه دوه ماشومان هم وژل شوي دي.
د اوکراین امنیتي مسولینو ویلي، هلیکوپتر په کیف کې د یوه وړکتون په خوا کې رالوېدلې او لږترلږه دوه ماشومان هم وژل شوي دي.

د اوکراین پایتخت کیف کې د یوې هلیکوپترې د لوېدو په پېښه کې ددغه هېواد د کورنیو چارو د وزیر دنیس موناستیرسکی او د وزارت د څو نورو لوړ پوړو چارواکو په ګډون، لږترلږه ۱۸ تنه وژل شوي دي.

د اوکراين د ملي پوليسو د مشر ايهور کليمنکو په وينا، پېښه نن چهارشنبې جنوري ۱۸ (مرغومي ۲۸) د کيف ښار په ختيځ کې د بروري په سيمه کې د یوه وړکتون تر څنګ رامنځته شوه او په وژل شويو کې دوه ماشومان هم شامل دي.

د پېښې علت تر اوسه ندی معلوم. د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي دا پېښه یوه "بدمرغه غمیزه" بللې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپاره شوي پیغام کې زیلینسکي ویلي: "نن د کیف په بروري کې یوه بدمرغه غمیزه پیښه شوه. د دولتي بیړنیو خدماتو یوه هلیکوپتر ولوېده او د پیښې په ځای کې اور ولګېد. درد د بیانولو وړ نه دی."

د اوکراین د ولسمشر دفتر تایید کړې چې دا هلیکوپتر ددغه هېواد په ختیځ کې د جګړې لومړۍ کرښې ته روانه وه.

د ولسمشرۍ د دفتر مرستیال کریلو تیموشینکو رسنیو ته وویل: "د هلیکوپتر د الوتنې موخه دا وه چې زموږ د هیواد یوې جګړه ځپلې سیمې ته د کار په موخه ولاړ شي. د کورنیو چارو وزیر هلته روان و."

د اروپايي شورا مشر چارلز میشل د پيښې په اړه د اوکراین له خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او موناستیرسکي یې "د اروپايي ټولنې یو ښه ملګری" بللی دی.

XS
SM
MD
LG