د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د ریل ګاډي په ټکر کې ۳۰ تنه ټپیان شوي


په پاکستان کې د مسافر وړونکي ریل ګاډي سره د یو بار وړونکي ریل ګاډي د ټکر له امله لږ تر لږه ۳۰ تنه ټپیان شوي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې دا پیښه د یکشنبې په ورځ د سپتمبر په ۲۴ مه (تلې دوهمه) د هغه هیواد د پنجاب ایالت د «قلعه ستار شاه» په تم ځای کې شوې ده.

چارواکو وویل چې یو روان مسافر وړونکی اورګاډی د بار یو وړونکي اورګاډي سره ټکر وکړ چې په سټیشن کې ولاړ و.

په دې هکله پلټنې پيل شوي او د مسافر وړونکي اورګاډي د چلوونکي، د هغه د مرستيال او د دې اورګاډي د دوو نورو عملې دندې ځنډول شوې دي.

د پاکستان د اورګاډي یو چارواکي شاهد عزیز ویلي، چې د پېښې په ځای کې د ډېرو ټپیانو درملنه شوې او هغه کسان چې سخت ټپیان دي، روغتونونو ته لېږدول شوي دي. هغه وويل چې د پنځو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

په پاکستان کې د ریل ګاډي د ټکر پیښه یوه عامه مسله ګڼل کېږي. د ریل ګاډو د خوندیتوب او خبرتیا سیسټمونه، چې څو لسیزې دمخه لګول شوي، اوس زاړه او خراب شوي دي.

د روان کال د اګست په شپږمه (زمري ۱۵) د پاکستان په سند ایالت کې یو ریل ګادی له پټلۍ ووت او چپه شو چې له امله یې ۳۴ تنه ووژل شول او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شول.

د ۲۰۲۱ کال په جون میاشت کې د پاکستان د سند ایالت په درکې ساحه کې د ریل ګاډي د ټکر له امله لږ تر لږه ۶۵ کسان ووژل شول او شاوخوا ۱۵۰ نور ټپیان شول.

د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر میاشت کې په پاکستان کې په یو ریل ګاډي کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۷۵ کسان وژل شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG