د لاس رسي وړ اتصالات

مقامات: د عراق نا امنیو کې د مقتدا الصدر ۳۰ پلویان وژل شوي 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په عراق کې روغتیايي چارواکو نن د سه شنبې په ورځ اګست ۲۹ (وږی اتمه) وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په روانو نا امنیو کې لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي دي.

دا کسان د عراق له امنیتي ځواکونوسره په اخ او ډب کې وژل شوي دي او شاوخوا ۵۷۰ نور ژوبل دي چې د صحي مقاماتو په وینا اکثریت یې د شیعه سیاستوال مقتدا الصدر پلویان دي.

په عراق کې له خشونت ډکې مظاهرې تېره ورځ له هغه وروسته پیل شوې چې مقتدا الصدر اعلان وکړ چې له سیاست څخه لاس په سر کېږي. له دغه اعلان وروسته د هغه پلویانو د حکومت په مقر باندې بریدونه وکړل.

په همدې حال کې نن مقتدا الصدر له خپلو پلویانو څخه وغوښتل چې له مظاهرو او خشونت څخه لاس واخلي او چارواکي وايي چې د سه شنبې په ورځ ناوخته په عراق کې وضعیت لږ ارام شوی و.

د امریکا متحدو ایالتونو او ملګرو ملتونو په عراق کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده او له ښکېلو غاړو یې غوښتي دي چې له زغم څخه کار واخلي او ستونزې په خبرو حل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران له عراق سره خپل سرحدونه تړلي وو او پروازونه یې هم دغه هېواد ته بند کړي‌ وو.

د عراق دولتي‌ تلویزون ویلي دي‌ چې د سرحدونو د تړل کېدو عمده علتونه «نا ارامي او ګرځبندیز» دي. دې تلویزیون له ایرانیانو څخه غوښتي ‌دي ‌چې عراق ته له سفر کولو ډډه وکړي. د ایران او عراق سرحدونه داسې مهال تړل شوي دي‌ چې میلیونونه ایرانیانو چمتوالی نیولی و چې عراق ته د شیعه ګانو د سپېڅلیو زیارتونو د لیدو لپاره سفرونه وکړي. د کربلا زیارت هم په عراق کې دی چې شیعه ګانو ته ډېر سپېڅلی بلل کېږي‌ او هرکال میلیونونه خلک یې لیدو ته ورځي.

کویټ هم له خپلو خلکو غوښتي چې له عراق څخه ژر تر ژره ووځي او په عراق کې د روان تاوتریخوالي‌ له کبله هغه هېواد ته خپل پلان شوي سفرونه وځنډوي. کویټ له عراق سره ۲۵۴ کیلیو میتر سرحد لري.

د دوبۍ د اماراتو هوايي شرکت هم بغداد ته د سه شنبې په ورځ د کارګو پروازونه بند کړل او ویلي دي‌ چې «وضعیت له نژدې څاري» خو نه یې دي ویلي ‌چې پروازونه به یې بېرته په چهارشنبه پيل شي که نه.

د عراق پوځ ګرځبندیز اعلان کړی دی او سرپرست صدراعظم د روان تاوتریخوالي‌ له کبله د پارلمان غونډه ځنډولې ده.

XS
SM
MD
LG