په نایجیریا کې چارواکي وایي لږ تر لږه ۴۸ تنه یکشنبه سپټمبر اتمه ( وږي ۱۸) د دې هیواد په شمال مرکزي برخې کې د تیلو یو ټانکر په چاودنې کې وژل شویدي.
د نایجیریا د ملي اضطراري ادارې مسؤلینو ویلي چې پیښه د نایجر په ایالت کې هغه وخت وشوه چې د تیلو ټانکر د یو بل موټر سره وجنګید.
چارواکو ویلي چې د تیلو موټر د یوې لارۍ سره جنګیدلی چې مساپر او حیوانات پکې بار و. پدې پیښې کې ګڼ شمیر نورو موټرو ته هم زیان رسیدلی چې د پیښې پر وخت په سیمه کې موجود و.
سیمه ایزو مطبوعاتو ویلي چې دوو نورو موټرو هم په ټکر کې اور اخیستی و.
د نایجیریا د ملي اضطراري ادارې ویاند حسین ابراهیم مطبوعاتو ته ویلي چې پدې پیښې کې ټول ټال ۴۸ تنه وژل شویدي او لا هم مسؤلین لګیا دي د ټکر سیمه پاکوي.
په نایجیریا کې د نفتو ملي شرکت تیره اوونۍ پدې هیواد کې د تیلو نرخونه ۳۹ په سلو کې پداسې حال کې لوړ کړل چې لا هم خلک د تیلو د کموالي سره مخ دي.
له همدې کبله ګڼ شمیر خلک هره ورځ په غټو ښارونو او ښارګوټو کې ساعتونه ساعتونه په موټرو کې د تیلو اچولو لپاره په کتارونو کې دریږي.
د نایجر ایالت والي محمد بوګو د پیښې په ځای کې د خلکو د آرامۍ غوښتنه کړې او د موټر چلوونکو یې هم غوښتي چې ترافیکي قوانین مراعت کاندي.
دا چې د افریقا د لویې وچې دې تر ټولو پر نفوسه هیواد کې د بار لیږد رالیږد لپاره د اورګاډي سیستم نشته او تقریباً ټول اموال د لاریو په موټرو کې لیږدول کیږي، په لویو لارو کې دا ډول ټکرونه معمولاً پیښیږي.
د نایجیریا د سړکونو خوندیتوب قول اردو معلوماتو له مخې په ۲۰۲۰ کال کې پدې هیواد کې د تیلو ټانکرونو ۱۵۱۳ټکرونه کړي و چې ۵۳۵ تنه پکې وژل شوي او ۱۱۴۲ تنه ژوبل شوي و.
فورم \ دبحث خونه