د لاس رسي وړ اتصالات

په نایجیریا کې د داعش اړوند څه باندې ۱۰۰ تندلاري وژل شوي


امنیتي سرچینو او سیمه ایزو اوسیدونکو ویلي دي چې تیره اوونۍ د یاد هیواد په شمال ختیځ کې د نایجیریا د هوایي ځواکونو د بریدونو په نتیجه کې د داعش اړوند څه باندې ۱۰۰ جنګیالي وژل شوي دي.

د فرانسې خبري آژانس د راپور په حواله، جنګي جیت الوتکو د دوشنبې په ورځ د هغه هیواد په شمال ختیځ کې د اسلامي دولت د ډلې درې مرکزونه بمبار کړي چې له امله یې د داعش څه باندې ۱۰۰ جنګیالي او د هغوی جګپوړي قومندانان وژل شوي دي.

د اسلامي دولت ډلې د روان میلادي کال په مې میاشت کې د بوکو حرام ډلې د رهبر ابوبکر شیکاو تر مړینې وروسته چې د یادې ډلې اصلي رقیب هم ګڼل کیږي، تل هڅه کړېده چې د چاد د سمندرګي په سیمه کې خپل قدرت ټینګ کړي.

د اسلامي دولت ډله په ۲۰۱۶ کال کې له بوکو حرام څخه جلا شوه او له هغه وروسته په نایجیریا کې اغلبا په جنجالونو کې ښکیله وه.

بوکو حرام او بیلې شوې څانګې یې د ۲۰۰۹ کال راهیسې تل پر نایجیریایي قواوو مرګونې بریدونه کړي دي چې له امله یې څه باندې ۴۰ زره نایجیریایي ځواکونه وژل شوي دي.

د ناجیریا یوه پوځي افسر هم تائید کړې ده چې"د هغه هیواد په شمال ختیځ کې د مارټه په ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو له امله څه باندې ۱۰۰ اورپکي وژل شوي دي."

ددغه نظامي افسر په وینا، دغه هوایي عملیات په دریو سیمو کې د ګڼ شمیر ترهګرو د راټولیدو په اړه تر معلوماتو وروسته، پلان جوړ او تطبیق شو.

په همدې حال کې یوې استخباراتي نایجیریایي سرچینې ویلي دي چې تر اوسه په دغو بریدونو کې د وژل شویو تندلارو دقیق شمیر معلوم ندی خو دا یې تائید کړې ده چې د وژل شویو شمیر څه باندې ۱۰۰ تنه دی.

د فرانسې خبري آژانس راپور ورکړی چې په نایجیریا کې د اسلامي دولت ډلې جنګیاليو وروسته هغه پر دریو نظامي مراکزو بریدونه وکړل چې جنګیي الوتکو پر ګڼ شمیر هغو کلیو هوایي بریدونه وکړل چې تندلارې پکې وو.

د نایجیریا استخباراتي سرچینو تائید کړې ده چې دغو جنګیالیو د ماین ضد زغره والو په ګډون شل موترونه له ځانه سره وړي دي ، خو موټرونه په هوایي بریدونو کې له منځه تللي دي.

XS
SM
MD
LG