د لاس رسي وړ اتصالات

د بریتانیا پوځ افغانستان کې د وژل شویو ماشومانو کورنیو ته تاوان ورکړی- راپور


د بریتانیا ځواکونه د افغانستان په هلمند کې دېره وو
د بریتانیا ځواکونه د افغانستان په هلمند کې دېره وو

د بریتانیا حکومت وايي چې د دوی د ځواکونو د عملیاتو په مهال د ۶۴ وژل شویو افغان ماشومانو کورنیو ته یې تاوان ورکړی دی.

بریتانیا وايي چې دا افغانان د دوی د ځواکونو، چې کله په افغانستان کې وو، په بېلا بېلو عملیاتو کې وژل شوي دي.

تر دې مخکې د بریتانیا د دفاع وزارت ویلي وو چې د ۱۶ وژل شویو افغان ماشومانو کورنیو ته یې غرامت ورکړی دی. دا شمېره په بریتانیا کې د «وسله وال تاوتریخوالي په ضد اقدام» د سازمان په غوښتنه خپره شوې ده.

راپور وايي چې دا ماشومان د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۴ کلونو په منځ کې په هوايي بریدونو او په جنګ کې د ایسار کېدو په مهال وژل شوي دي.

دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي دي چې ممکن د ولسي خلکو تلفات ډېر او ۱۳۵ ته ورسېږي. راپور وايي نور قربانیان د نجلۍ او هلک په نومونو ثبت شوي دي او عمرونه او د وژل کېدو علتونه یې هم لیکل شوي نه دي.

د راپور په اساس، هغه خلک چې ادعا لري د بریتانیا د پوځ په عملیاتو کې یې د کورنۍ غړي وژل شوي، باید د قربانیانو تصویرونه، تذکرې او نومونه وښيي چې ادعا یې ثابته شي او په ځینو برخو کې له هغوی سره خبرې کېږي چې د طالبانو غړي نه وي.

د راپور په اساس، تر دې دمه د وژنو د ۸۸۱ ادعاو یوې په څلورمې برخې ته غرامت ورکړل شوی دی. د بریتانیا حکومت د ۲۸۹ ولسي وژل شویو افغانانو کورنیو ته یې ۶۸۸زره پونډه تاوان ورکړی چې د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۴ کلونو په منځ کې وژل شوي دي.

د بریتانیا د دفاع وزارت ویلي دي: «په جګړې کې د ولسي خلکو هر ډول وژل کېدل تراژيدي ده او په ځانګړي ډول کله چې ماشومان او د کورنۍ غړي په کې شامل وي.» د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي دي چې دوی د ولسي خلکو د تلفاتو د مخنیوي هڅه کوله خو «متاسفانه، امکان نلري چې په بشپړ ډول یې مخه ونیول» شي.

د وسله وال تاوتریخوالي په ضد د اقدام د سازمان مدیر ایین اورتن د وژل شویو کسانو د شمېر په خپرولو انتقاد وکړ او وویل چې کلونه یې ونیول چې دا معلومات ترلاسه شي.

د بشري حقونو یو شمېر ادارې په پوځي عملیاتو کې د وژل شویو خلکو په اړه د امریکا او بریتانیا له لوري د تحقیق په شفافیت انتقاد کوي. په دې وروستیو کې د امریکا د دفاع وزیر لوید استن د ولسي خلکو په اړه د پنټاګون د تحقیق په څرنګوالي باندې د بیا کتنې لارښوونه کړې ده. دا لارښوونه په کابل کې د امریکايي ځواکونو د هغه هوايي برید څخه وروسته وشوه چې لږ تر لږه ۱۰ تنه پکې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG