د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: روانه اونۍ هلمند او کندهار کې ۱۴۲ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې


هلمند کې د ایمرجنسي روغتون
هلمند کې د ایمرجنسي روغتون

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا (یوناما) وايي، په تیرو درې ورځو کې په هلمند او کندهار کې د جګړو له مله ۱۴۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یوناما نن سې شنبه اګست درېیمه (زمري ۱۲) په یوې اعلامیې کې ویلي چې په هلمند ولایت کې د تازه نښتو له امله ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۸۵ نور ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې په تیرو درې ورځو کې په کندهار ولایت کې هم د جګړو له امله پنځه ملکي وګړي وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ویلي چې ملکي وګړو ته دغه مرګ ژوبله د طالبانو ځمکنیو عملیاتو او د افغان ملي اردو په هوايي بریدونو کې اوښتې ده.

د یوناما د معلوماتو په اساس د روانو جګړو له امله په دغه ولایتونو کې زرګونه کورنۍ هم له خپلو مېنو بېځایه شوي دي.

په راپور کې راغلي: "د طالبانو ځمکنيو عملیاتو او د ملي اردو هوایي بریدونو ډیر زیان درلودلی دی. د بې توپیره ډزو او د روغتیایي تاسیساتو او د ملکي کورونو نیولو/ویجاړولو په اړه ژورې اندیښنې موجودې دي. ښکیل اړخونه باید د ملکي وګړو د ساتنې لپاره ډیر څه ترسره کړي، که نه اغیز به یې مصیبت زیږونکی ناورین وي."

له تیرې شااوخوا یوې میاشتې راهیسې د کندهار او هلمند ولایت مرکزونه د درنو جګړو شاهد دي.

وسله والو طالبانو او افغان امنیتي ارګانونو تر دا مهاله د یوناما د راپور په اړه څه نه دي ویلي.

تیره ورځ په افغانستان کې د بریتانیا او امریکا سفارتونو د طالبانو ډله د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې په ظلمونو او زور زیاتي تورنه کړه چې کیدای شي جنګي جرمونه وګڼل شي.

دغو سفارتونو په خپلو ټویټر پاڼو لیکلي چې د طالبانو ډلې په یو "غچ اخیستونکي اقدام کې د لسګونو ملکیانو په وژنه لاس پورې کړی دی".

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون روانه اونۍ پخپل تازه رپوټ کې وویل چې د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې دغه هیواد کې۵۳۲۲ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې دغه ارقام د تېر کال په پرتله ۸۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

XS
SM
MD
LG