د لاس رسي وړ اتصالات

یونان کې د کډوالو بیړۍ ډوبه شوې، حد اقل څلور کسان وژل شوي


د یونان ساحلي ساتونکو د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۲۳ (مرغومي دویمه) وویل چې د هغه هیواد په شمال کې د کډوالو د یوې بیړۍ د ډوبیدو له امله حد اقل څلور مهاجر وژل شوي دي.

د هغه هیواد دولتي ټلویزیون ویلي دي چې اوسمهال شاوخوا ۹۰ کډوال د یاد هیواد په شمال کې په یوه واړه ټاپو کې بند پاتې دي او نشي کیدای چې د جمعې تر سهاره د خرابې هوا له امله منتقل شي.

د فرانسې خبري آژانس خبر ورکړی چې د سرحدي ساتونکو څو بیړۍ د موندې او پلتنې په عملیاتو وتلي دي.

دا بیړۍ د پنجشنبې په ورځ په داسې حال کې ډوبیږي چې تر دې یوه ورځ مخکې د هغه هیواد په فولګاندروس ټاپو کې هم د کډوالو د یوې بیړۍ د ډوبیدو له امله حد اقل درې کسان ووژل شول.

یوناني چارواکو ویلي دي چې ۱۳ کسان یې ژغورلي او په لس ګونه نور تر اوسه لادرکه دي.

د ساحلي ګارد یوه مسول ویلي دي چې ژغورل شویو کسانو متفاوت معلومات ورکړي، ځینو، چارواکو ته ویلي دي چې په بیړۍ کې ۳۲ کسان ناست وو خو یو شمیر نورو بیا څرګنده کړې ۵۰ تنه وو.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ UNHCR ویلي دي چې د فولګاندروس پیښه سږ کال په ایجین سمندرګي کې تر ټولو ناوړه پیښه ده.

په یونان کې د UNHCR یوه چارواکي ادریانو سلوستري ویلي:"دا ډوبه شوې بیړۍ د دردناکه حالت یادونه کوي چې خلک د امنیت د موندلو لپاره خطرناکه سفرونه کوي."

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ وړاندوینه کوي چې د روان کال له جنوري څخه تر نومبر میاشتې پورې څه باندې ۲۵۰۰ کسان اروپا ته د رسیدو په لار په سمندر کې وژل شوي او یا هم لادرکه شوي دي.

په ۲۰۱۵ کال کې کابو یو میلیون مهاجر چې اکثریت یې د سوریې کډوال وو ترکیې ته نږدې د یونان له ټاپوګانو څخه په تیریدو اروپا ته ورسیدل.

XS
SM
MD
LG