د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل له دندې استعفا ورکړې


ښاغلي مشعل نن چهارشنبه جولای ۲۹ (زمري۸) پر خپل ټویټر لیکلي چې د نورو لوړو زده کړو د تر سره کولو او ځینو معاذیرو له مخې د کار دوام ورته ستونزمن شوی دی.

نوموړي ویلي چې د تیر کال د لیندۍ میاشتې پر ۲۵مه نېټه یې هم ولسمشر غني ته خپله استعفا وړاندې کړې وه او د روان کال د زمري میاشتې پر۵ مه نېټه یې خپل دوهم استعفا لیک هم ولسمشر غني ته وړاندې کړی دی.

ښاغلي مشعل ویلي:"د نورو لوړو زده کړو د فُرصت نه ګټه اخېستو او ځینو معاذیرو له مخې راته د کار دوام سخت شو چې لاچاره مې د تېر کال د لیندۍ میاشتې په ۲۵ نېټه خپله لومړۍ استعفاء د افغانستان اسلامي جمهوریت جلالتمآب جمهور رئیس ته وسپارله. او په ۲۵/سرطان/ ۱۳۹۹ نېټه مې خپل دویم استعفی لیک هم لاسلیک کړ."

نوموړي زیاته کړې چې د اوسني ماموریت پای به یې هیواد ته د خدمت کولو خاتمه نه وي او زیاتوي چې په راتلونکي کې به هم هیواد ته خدمت کوي.

د افغانستان جمهوري ریاست او د بهرنیو چارو وزارت وزارت تر دامهاله له دندې څخه د عاطف مشعل د استعفا په اړه څه نه دي دیلي.

عاطف مشعل تر دې مخکې د څو کلونو لپاره د افغانستان د کرکټ بورډ رئيس و او تر هغه وروسته په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر وټاکل شوو.

XS
SM
MD
LG