د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدو غوښتنه کړې


محمد حنیف اتمر له شاه محمود قریشي سره د لیدنې پرمهال.
محمد حنیف اتمر له شاه محمود قریشي سره د لیدنې پرمهال.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کچې ټیټېدو غوښتنه کړې ده.

شاه محمود قریشي د نایجیر پلازمینه نیامي کې د اسلامي همکارایو سازمان غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کفرانس څنډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کچې زیاتوالی غندلی هم دی.

نن جمعه د نومبر۲۷(لېندۍ اوومه) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دواړو لورو د دې ترڅنګ د افغانستان په اړه د ژنیو کنفرانس، افغانستان ته د صدراعظم عمران خان د وروستي سفر او د دواړو هیوادونو ترمنځ د د سیاسي، اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړي دي.

په بیان کې ویل شوي چې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د افغان سولې بریالیتوب کې د سیمې هیوادونو او پاکستان د ملاتړ او همکارۍ رول مهم بللی او پر یادو همکاریو ټینګار کړی دی.

بیان زیاتوي چې دواړه لوري د دې ترڅنګ د افغان سولې بهیر پر بریالیتوب، د افغان کډوالو بیرته ستنېدو او سوداګریزو ستونزو پر هواري هم غږېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ته د پاکستان د صدراعظم عمران خان د وروستي سفر پرمهال دواړو هیوادونو خپلو د همکاریو پر نوي تړون هوکړه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو سفیرانو هم په یوې ګډې اعلامیې کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدو او تلپاتي اوربند ټينګېدو غوښتنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې سې شنبې په ورځ ناوخته د افغانستان په بامیان ولایت کې ماین چاودنو ۱۵ تنه ملکیان ووژل او څه باندې ۵۰ نور یې ټپيان کړل.

طالبانو په دغه چاودنو کې خپل لاس لرل رد کړي او بلې ډلې هم مسؤلیت نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG