د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پر یو پوځي مرکز برید کې شپږ تنه وژل شوي


د بلوچستان ایالت په تربت کې دا په تیره یوه اوونۍ کې د بلوڅ بیلتون غوښتونکو وسله والو دوهم برید دی.
د بلوچستان ایالت په تربت کې دا په تیره یوه اوونۍ کې د بلوڅ بیلتون غوښتونکو وسله والو دوهم برید دی.

د پاکستان چارواکو د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۶ (وري ۷) وویل چې ددغه هېواد د سمندري ځواکونو پر یو مرکز باندې د وسله والو په برید کې د ملیشه ځواکونو لږ تر لږه یو غړی او پنځه بریدګر وژل شوي دي.

د بلوچستان ایالت په تربت کې دا په تیره یوه اوونۍ کې د بلوڅ بیلتون غوښتونکو وسله والو دوهم برید دی.

د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف د دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې "موږ له یو لوی زیان څخه وژغول شوو."

د پاکستان د سمندري ځواکونو یو ویاند وویل، پنځه وسله وال چې د تربت اډې ته د ننوتلو هڅه یې کوله، وژل شوي دي.

د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په نښته کې یو ملیشه سرتیری هم وژل شوی دی.

د بلوڅو بیلتون غوښتونکې ډلې "د بلوچستان د ازادۍ پوځ" ددې برید مسئولیت اخیستی دی.

دغې ډلې له دې وړاندې هم په سیمه کې د پاکستان د حکومت او چین پر ګټو بریدونه کړي دي.

چین د طبیعي زیرمو لرونکي بلوچستان ایالت کې پراخه پانګونه کړې ده. د افغانستان او ایران سره سرحد لرونکي دغه ایالت کې د ګوادر بندر هم د چین په مالي لګښت جوړ شوی دی.

په تربت کې د سمندري ځواکونه اډه د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (سیپک) دپاره مهمه ګڼل کیږي. په پاکستان کې د انرژۍ، سرکونو او نورو زیربناو د جوړولو دا پروژه د چین د ولسمشر شي جینپینګ د "کمربند او لارې" نوښت برخه ده.

د پاکستان امنیتي ځواکونو تیره اوونۍ وویل چې د ګوادر بندر ته څېرمه پر یوې حکومتي ودانۍ یې د بلوڅ بیلتون غوښتونکو وسله وال برید ناکام کړی دی. په دغه برید کې د دوو سرتیرو او اته بریدکوونکو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی و.

بلوچستان کې د ناامنۍ پیښې

د پاکستان د شخړې او امنیتي مطالعاتو څیړنیز انسټیټیوټ چې پدې هیواد کې امنیتي چارې څاري، پخپل تازه راپور کې ویلي چې د روان میلادي کال د فبروري په میاشت کې د خیبر پښتونخوا په ایالت کې د "ترهګرۍ" پیښې کمې وې خو په همدې مودې کې بیا د بلوچستان په ایالت کې دا ډول پیښې ډیرې وې.

د پاکستان دا دواړه ایالتونه د افغانستان سره ګډې پولې لري.

د دې څیړنیز مرکز په راپور کې ویل شوي چې د فبروري په میاشت کې په ټول پاکستان کې ۹۷ بریدونه شوي چې ۸۷ تنه پکې وژل شوي او ۱۱۸ ټپي شوي، په داسې حال کې چې تر فبروري وړاندې د جنوري په میاشت کې بیا په ۹۳ پیښو کې ۹۰ تنه وژل شوي و او ۱۳۵ نور ټپي شوي و.

سره له دې چې د پاکستان په امنیتي ځواکونو او ملکیانو د ډیرو بریدونو ملامتي پر پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) اچول کیږي، خو بلوڅ بیلتون غوښتونکي، د اسلامي دولت یا داعش – خراسان څانګه او نورې وسله والې ډلې هم پدې هیواد کې فعالې دي چې وخت ناوخته بریدونه کوي.

اسلام اباد ادعا کوي چې د ټي ټي پي مشران په افغانستان کې د پټیدو خوندي ځایونه لري او له هماغه ځایه په پاکستان کې د بریدونو بندوبست کوي خو د افغانستان طالبان دا تورونه نه مني او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد کارېدو ته نه پرېږدي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG