د لاس رسي وړ اتصالات

آسترالیا افغانستان ته د کرکټ د ۱۹ کلنو نړیوال جام کې ماتې ورکړه


اوس به افغانستان د شپږم مقام ګټلو لپاره له جنوبي‌افریقا سره لوبیږي
اوس به افغانستان د شپږم مقام ګټلو لپاره له جنوبي‌افریقا سره لوبیږي

د کرکټ د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې افغانستان آسترالیا ته د ۱۹۱ منډو هدف ټاکلی و.

آسترالیا د شپږو لوبغاړو په سوځېدو په وروستي اور کې دا هدف پوره او لوبه یې وګټله. دا لوبه د یکشنبې په ورځ (فبروري۲) وشوه.

په افغان لوبغاړو کې تر ټولو ډېرې منډې کپتان فرهان ذاخیل وکړې چې ۹۱ وې. عبدالرحمن بیا د آسترالیا درې لوبغاړي وسوځول.

آسترالیا به اوس له ویسټ انډیز سره د څلورم مقام ګټلو لپاره لوبیږي. او افغانستان به د چهارشنبې په ورځ له جنوبي افریقا سره د شپږم مقام د ګټلو لپاره لوبیږي.

افغانستان په ګروپي‌لوبو کې جنوبي افریقا ته ماتې ورکړې وه.

پاکستان دوه ورځې مخکې افغانستان ته په کوارټر فاینل کې ماماتې ورکړه. پاکستان او هند به د سه شنبې په ورځ سیمې فاینل کې لوبیږي.

دویم سیمې فاینل د نیوزلنډ او بنګله دېش ترمنځ‌ دی.

XS
SM
MD
LG