د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان لوبغاړي په لاس د پاکستاني لوبغاړي اوټ کېدو بحثونه پارولي- کرکټ


نور احمد لکڼوال پاکستاني لوبغاړي هریره رن اوټ کړ
نور احمد لکڼوال پاکستاني لوبغاړي هریره رن اوټ کړ

د جمعې په ورځ (جنوري۳۱) د کرکټ د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوبې کې افغان لوبغاړي نور احمد لکڼوال یو عجیب کار وکړ.

لکڼوال توپ اچونه کوله، له لوبڅار څخه تېر شو خو ناببره ودرېده او د لوبڅار په خوا کې ولاړې ویکټې یې په توپ ووهلې او له کرښې وتلی پاکستانی لوبغاړی هریره یې رن اوټ کړ.

دا ډول اوټ کېدل او اوټ کول په کرکټ کې قانوني دي، خو ځینې مجرب لوبغاړي او مبصرین د (ورزش د اخلاقو) خلاف بولي.

دغه کار ته د کرکټ په اصطلاح کې (Mankad ) ویل کیږي، وینو منکډ د هند د یو پخواني لوبغاړي نوم و چې په اول ځل یې دا کار وکړ. هغه په ۱۹۴۷ کې د آسترالیا خلاف یوې لوبې کې یو لوبغاړی همداسې سوځولی و.

د هند پخواني لوبغاړي محمد کیف په دې اړه په خپل ټویټر کې لیکلي دي: "دا کار زما هېڅ نه خوښیږي، ما خپلو لوبغاړو ته ویلي چې دا کار ونکړي، نه د ۱۹کلنو په نړیوال جام کې او نه هم چې زه کله د خپل ایالت د لوبډلې کپتان وم."

ده لیکلي دي چې د کرکټ نړیواله شورا باید په دې اړه بیا کتنه وکړي. د هند د کرکټ بل مبصر اکاش چوپرا د محمد کیف په ځواب کې لیکلي دي: "د کرکټ نړیوالې شورا څو وارې پر دې قانون بیا کتنه کړې ده او دا یې قانوني بللی دی. "

د پاکستان د انګلیسي ژبې ډان ورځپاڼې یوه مقاله لیکونکي ندیم فاروق پراچه لیکلي دي: "پاکستان افغانستان ته ماتې ورکړه او سیمي فاینل ته ووت. د پاکستان یو لوبغاړی ( Mankad) شو. داسې ښکاري چې افغانان کرکټ هم د خپل سیاست په څېر کوي. "

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې روزونکي رئیس احمدزي ښاغلي پراچه ته تند ځواب ورکړی دی: "موږ دا کار د خپل هېواد لپاره کړی دی. د پاکستاني لوبغاړو غوندې مو د پېسو او په لوبو کې د درغلیو لپاره نه دی کړی..."

د افغان کرکټ یو څارونکي مشتاق رحیم هم د ښاغلي پراچه په ځواب کې لیکلي دي چې افغان لوبغاړي قانوني کار کړی دی.

د افغانستان د ملي لوبډلې پخواني روزونکي تاج ملوک علم سره له دې چې دا کار قانوني بولي، خو سپارښتنه یې کړې ده، چې باید لوبغاړي دا کار ونکړي.

البته دا په کرکټ کې اول ځل نه دی چې دا کار کیږي. همدا تېرکال د هند یو لوبغاړي د آی پي ال په لوبو کې یو لوبغاړی همداسې اوټ کړ. تر هغه مخکې د سریلانکا یو بل لوبغاړي له انګلنډ سره لوبې کې دا کار کړی و.

نور احمد لکڼوال چې د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې کیڼ لاسی توپ اچوونکی دی، اول افغان شو چې د مخالفې لوبډلې کوم لوبغاړی داسې رن اوټ کوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG