د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د کرکټ د ۱۹کلنو نړیوال جام کې افغانستان ته ماتې ورکړه


پاکستان په کوارټرفاینل کې افغانستان ته ماتې ورکړه
پاکستان په کوارټرفاینل کې افغانستان ته ماتې ورکړه

افغانستان د ۱۹ کلنو د کرکټ د نړیوال جام په منځلوبو/کوارټرفاینل کې پر پاکستان لوبه وبایلله.

افغانستان د پچې ګټلو وروسته د بیټنګ کولو پریکړه وکړه او په خپل وار یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۸۹ منډې وکړې او پاکستان ته یې نسبتآ اسانه هدف وټاکه.

پاکستان د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره دا هدف پوره کړ او سیمې فاینل ته یې لاره وموندله.

پاکستان به د سه شنبې په ورځ (فبروري۴) له هند سره لوبیږي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو روزونکي رئیس احمدزي د لوبې له بایللو وروسته وویل: "موږ په دغو سیالیو کې ډېر څه زده کړل. زموږ لوبډلې په ټول ټورنمنټ کې ښه لوبه وکړه. موږ په اتو غوره ټیمونو کې یو. شفیق غفاري، نور احمد او نور لوبغاړي ښه وځلېدل."

افغانستان تر دغې ماتې مخکې له جنوبي افریقا او متحدو عربو اماراتو څخه لوبې ګټلې وې. اوس به تر څلورم لاندې مقام ګټلو لپاره د فبرورۍ په دویمه نیټه له اسټرالیا سره لوبه کوي.

XS
SM
MD
LG