د لاس رسي وړ اتصالات

هند د استرالیا د ۱۹ کلنو د کرکټ لوبډله له نړیوال جام څخه وایستله


د هند او آسترالیا د ۱۹ کلنو لوبډلې
د هند او آسترالیا د ۱۹ کلنو لوبډلې

د هند د ۱۹ کلنو د کرکټ ملي لوبډلې لمړۍ لوبډله شوه چې د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام نیمه پایلوبې/ سیمي فاینل ته وځي.

د هند لوبډلې د دوشنبې په ورځ (جنوري۲۷) د آسترالیا لوبډلې ته د ۲۳۳ منډو هدف ورکړ چې د آسترالیا ټوله لوبډله په ۱۵۹ منډو وسوځېده.

د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی د هند تیز بالر کارتیک شو چې د آسترالیا څلور لوبغاړي یې وسوځول.

دا د ۱۹ کلنو د کرکټ د نړیوال جام لمړی کوارټر فاینل و. افغانستان به د جمعې په ورځ (جنوري۳۱) له پاکستان سره په څلورم کوارټر فاینل کې بخت ازمايي. که یې وګټله، په سیمي فاینل کې به له هند سره مخامخیږي.

دویم کوارټر فاینل سبا د نیوزلنډ او ویسټ انډیز ترمنځ او درېیم کوارټر فاینل د جنوبي افریقا او بنګله دېش ترمنځ دي.

XS
SM
MD
LG