د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوال جام: اسټرالیا نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه


د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې د شنبې په ورځ اکتوبر ۲۸ (لړم پنځمه) استرالیا نیوزیلنډ ته د پنځو منډو په توپیر ماتې ورکړه.

په دې ۵۰ اوریزه سيالۍ کې چې د هند په درمشالا کې و شوه، استراليا لومړۍ توپ وهنه وکړه او په ٥٠ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د نیوزیلنډ لوبډلې ته د ۳۸۸ منډو هدف وټاکه.

په دې سیالۍ کې د استرالیا لوبډلې لپاره تر ټولو زیاتې منډې، ټرویس هیډ او ډیویډ وارنر وکړلې. هیډ په ۶۷ توپونو ۱۰۹ منډې او وارنر په ۶۵ توپونو ۸۱ منډې وکړې‌.‌

خو بلخوا د نیوزیلنډ د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو هم د استرالیا د بالرانو په وړاندې ښه توپ وهنه وکړه او په ټاکل شوي پنځوسو اوورنو کې یې د خپلو نهه لوبغاړو په سوځیدو سره ۳۸۳ منډې و کړې.‌

په نننۍ لوبه کې د نیوزیلنډ لپاره تر ټولو زیاتې منډې،‌ رچین رویندرا، جیمي نیشم او دریل میچل هر یو په ترتیب سره ۱۱۶، ۵۸ او ۵۴ منډې و کړې. خو نور لوبغاړي و نه توانیدل چې تر ۳۰ زیاتې منډې و کړي.

د نیوزیلنډ لوبډلې لپاره ترینټ بولټ او ګلین فلپس هر یوه د اسټرالیا درې درې لوبغاړي وسوځول. همدارنګه میچل سنتنر د اسټرالیا دوه ، جیمي نیشم او مت هینري بیا یو یو لوبغاړي اوټ کړل.

د اسټرالیا لوبډلې لپاره ادم زمپا درې ویکټې، جاش هازلوډ او پت کیومینس دوه دوه ویکټې او ګلین مکسویل بیا یوه ویکټه ترلاسه کړه. همدارنګه تراویز هیډ د نننۍ لوبې د غوره لوبغاړي په توګه ونومول شو.‌

د یادونې وړ ده چې د کرکټ په روان نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د دوشنبې په ورځ د سري لانکا په خلاف لوبه لري او همدارنګه د نومبر په اوومه له استرالیا سره مخامخ کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG