د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: استرالیا د ۲۰۲۱ نړیوال جام سیمې فاینل کې پاکستان ته ماتې ورکړه


د استرالیا او پاکستان د کرکټ لوبغاړي
د استرالیا او پاکستان د کرکټ لوبغاړي

د ۲۰۲۱ د کرکټ شل اوریز نړیوال جام په دویمه نیمه پایلوبې (سیمي فاینل) کې استرالیا پاکستان ته ماتې ورکړه.

دا لوبه نن پنجشنبه نومبر ۱۱ (لړم۲۰) په دوبۍ کې وشوه.

پاکستان لومړی توپ وهنه وکړه او په شلو اورونو کې یې استرالیا ته د ۱۷۷ منډو هدف وټاکه چې استرالیا په ۱۹ اورونو کې پوره.

په دې بري سره استرالیا د روان نړیوال جام پایلوبې ته ووتله او پاکستان له نړیوال جام څخه خارج شو.

دا په دغو سیالیو کې د پاکستان لومړۍ ماتې وه. هغوی تر دې مخکې پنځه لوبې کړې وې او پنځه واړه یې ګټلې وې.

تر استرالیا مخکې نیوزلنډ په لومړۍ نیمه پایلوبې کې انګلنډ ته ماتې ورکړه. اوس به د را روانې یکشنبې په ورځ استرالیا له نیوزلنډ سره د کرکټ پایلوبه کوي.

XS
SM
MD
LG