د لاس رسي وړ اتصالات

انګلنډ او استرالیا د کرکټ شل اوریز جام سیالیو نیمه پایلوبې ته ووتل


د انګلنډ کرکټ لوبډله
د انګلنډ کرکټ لوبډله

د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام په روانو سیالو کې د شنبې په ورځ نومبر شپږ (لړم۱۵) استرالیا ویسټ انډیز او جنوبي افریقا انګلند ته ماتې ورکړه.

دا څلور ټیمونه د ۱۲ لوبډلو په اول ګروپ وو. په دې بري سره انګلنډ او استرالیا د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام سیالیو نیمه پایلوبې (سیمې فاینل) ته ووتل.

جنوبي افریقا انګلنډ ته د ۱۹۰ منډو هدف وټاکه چې انګلنډ پوره نشو کړای. سره له دې چې جنوبي افریقا او انګلنډ درې-درې لوبې ګټلې وې او نومرې سره برابرې وې خو د منډو د اوسط په حساب باندې استرالیا نیمه پایلوبې ته ووتله.

تر دې مخکې په بلې لوبې کې استرالیا ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه. ویسټ انډیز لومړۍ توپ وهنه وکړه او د اوو لوبغاړو په سوځېدو یې استرالیا ته د ۱۵۷ منډو هدف ورکړ. استرالیا دا هدف د دوو لوبغاو په سوځېدو سره پوره کړ.

په دغې لوبې کې د ویسټ انډیز دوو مشهورو لوبغاړو کرېس ګېل او براوو د کرکټ له نړیوالو لوبو څخه هم استعفا وکړه.

سبا د نیوزلنډ او افغانستان ترمنځ لوبه ده او بل سبا ورځ د هند او نمیبیا ترمنځ لوبه ده.

که نیوزلنډ وګټله، هند او افغانستان به له نړیوال جام څخه وځي او نیوزلنډ به نیمه پایلوبې ته لار کوي.

د هند وروستۍ لوبه د دوشنبې په ورځ له نمیبیا سره ده چې شاید په اسانه یې ترې وګټي.

که هند له نمیبیا او افغانستان د یکشنبې په ورځ له نیوزلنډ څخه وګټلې، بیا به د هند، افغانستان او نیوزلنډ نومرې شپږ-شپږ کیږي او په دې حساب به د هرې لوبډلې د منډو اوسط چې لوړ و، نیمه پایلوبې ته به ځي.

لومړۍ نیمه پایلوبه د نومبر په لسمه، دویمه یې په ۱۱ او پایلوبه یا فاینل د همدغې میاشتې په ۱۴ نېټه ده چې دا یکشنبه نه، بله یکشنبه کیږي.

XS
SM
MD
LG