د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: آسترالیا له افغانستان سره خپله ټسټ لوبه وځنډوله


استرالیا د طالبانو له واکمن کېدو وروسته دا لوبه ځنډولې وه
استرالیا د طالبانو له واکمن کېدو وروسته دا لوبه ځنډولې وه

د آسترالیا د کرکټ ادارې د جمعې په ورځ نومبر پنځمه (لړم ۱۴) له افغانستان سره د کرکټ د ملي لوبډلې د لومړۍ او یوازینۍ ټسټ لوبې د ځنډولو اعلان وکړ.

د آسترالیا د کرکټ په ټویټر پاڼه لیکل شوي، د آسترالیا د کرکټ ادارې او د افغانستان کرکټ بورد موافقه کړې چې د افغانستان په وړاندې دې د ټسټ لوبه وځنډیږي.

د آسترالیا د کرکټ مسولینو ددې پریکړې دلیل د طالبانو له خوا سپورت ته د میرمنو نه پرېښودل په ګوته کړی دی.

د آسترالیا د کرکټ چارواکو زیاته کړې ده چې له اړوندو مسولینو سره یې تر سلا مشورو وروسته پریکړه وکړه هغه لوبه چې ټاکل شوې د روانې میلادي میاشتې په ۲۷ نیټه په هوبارت کې وشي، ترسره نشي.

د فرانسې خبري آژانس ویلي، په اګست میاشت کې د افغانستان د منتخب حکومت له پرځولو وروسته، د طالبانو جګپوړو مشرانو وویل میرمنې به له دې وروسته کرکټ او یا هم کوم بل سپورت ونکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ لوبه د لنډې مودې لپاره وځنډول شوه.

د بورډ په رسمي فیسبوک پاڼې لیکل شوي: «د افغانستان او آسټرالیا کرکټ بورډونو د ګډې هوکړې له مخې، د لنډې مودې لپاره د دواړو هېوادونو د لوبډلو ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ لوبه ځنډول شوې چې دواړه خواوې به یې د ګډې پرېکړې په پایله کې نېټه ډېر ه ژر مشخصه او ځانګړې کړې.»

طالبانو تر اوسه اکثریت نجونو ته د ښوونځي د تګ اجازه نده ورکړې او په ډیرو ځایونو کې میرمنې کار کولو ته ندي پریښودل شوي.

د آسترالیا د کرکټ یو شمېر پخوانیو لوبغاړو ویلي وو که پر میرمنو د کرکټ ممانعت پاتې شي، هغوی د ټسټ لوبې د لغوه کیدو ملاتړي دي.

د آسترالیا د کرکټ ادارې په یوې بیانیې کې ویلي چې "په افغانستان او نړۍ کې د نارینه وو او میرمنو د لوبې د ودې د ملاتړ په برخه کې ژمن دي."

بیانېې زیاته کړې" اوسني نامعلوم حالت ته په کتو، د آسترالیا کرکټ احساس وکړ چې د وضعیت تر روښانه کیدو پورې دي ټسټ لوبه وځنډول شي."

د آسترالیا د کرکټ مسولین په داسې حال کې دغه پریکړه اعلانوي چې د کرکټ افغان لوبغاړي هیله من دي د بیګ باش په راتلونکو تجارتي لوبو کې د ګډون اجازه ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG