اسټرالیا په کرکټ کې پاکستان ته ماتې ورکړله. دا لوبې په عربي متحده اماراتو کې د پاکستان په کوربه توب کیږي.
پاکستان د اسټرالیا لوبډلې ته د ۲۵۰ منډو هدف ټاکلی و چې د اسټرالیا لوبغاړو په خورا آسانۍ پوره کړ. د اسټرالیا یوازې دوه لوبغاړي وسوځیدل. د لوبډلې کپتان ایرن فینچ د ټولو نه زیاتې منډې وکړلې.
هغه ۱۱۶ منډې وکړلې چې د لوبډلې لپاره یې د لوبې ګټل نور هم آسان کړل او د لوبې غوره لوبغاړی شو.
دا د اسټرالیا او پاکستان تر منځ د پنځو یو ورځنیو نړیوالو لوبو لومړنۍ لوبه وه. بله لوبه د همدې میاشتې په ۲۴ د یکشنبې په ورځ کیږي.