د لاس رسي وړ اتصالات

اسټرالیا له افغانستان سره د کرکټ لوبو لغو کولو د پریکړې دفاع وکړه


د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان او استرالیا د سیالۍ یوه څنډه
د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان او استرالیا د سیالۍ یوه څنډه

اسټرالیا د جمعې په ورځ جنورۍ ۱۳ (مرغومي ۲۳) د طالبانو له خوا د ښځو د "بنسټیزو بشري حقونو" تر پښو لاندې کولو وروسته د افغانستان په وړاندې د کرکټ سیریز څخه د وتلو لپاره د خپلې جنجالي پریکړې دفاع وکړه.

د اسټرالیا د کرکټ بورډ اجرائیوي مشر نایک هاکلي وروسته له هغه چې د افغانستان کرکټ بورډ ددې هیواد تصمیم "خواشینوونکې" وباله، په یو بیان کې چې فرانس پرس ته استول شوی ویلي دي چې "بنيادي بشري حقونه سیاست نه دی."

ټاکل شوې وه چې د اسټرالیا کرکټ لوبډله د مارچ په میاشت کې هند ته له ورزشي سفر وروسته په متحده عربي اماراتو کې د دریو یو ورځنیو نړیوالو لوبو لپاره له خپلو افغان سیالانو سره مخامخ شي.

هاکلي وویل: "دا په ښکاره ډول یو ډیر ننګوونکی او غمجن وضعیت دی. موږ دا پریکړه په اسانه سره نه ده کړې."

هغه زیاته کړه چې د اسټرالیا کرکټ له افغانستان سره لوبې ته هیله من و او د افغانستان له کرکټ بورډ سره یې په منظم ډول تماس درلود.

هغه وویل، "په هرصورت، د نومبر په وروستیو او د دسمبر په وروستیو کې د طالبانو اعلانونه چې په افغانستان کې یې د ښځو لپاره اساسي بشري حقونه نور هم محدود کړل، زموږ د پریکړې لامل شو چې له دې لوبو څخه ووځو."

هاکلي وویل چې د اسټرالیا د کرکټ ادارې د لوبې لغوه کولو دمخه د اسټرالیا له حکومت او نورو سره مشوره کړې ده.

هغه همداشان د افغانستان د کرکټ تر ټولو پېژندل شوي نړیوال لوبغاړي او سپېنر راشد خان ته هم ځواب ورکړی، چې ددې لوبو په لغوه کېدو یې نیوکه کړې وه. راشد خان خبرداری ورکړی و، چې د استرالیا په بیګ باش لیګ کې به د خپل راتلونکي په اړه "په کلکه غور وکړي".

استرالیایي لوبغاړی ډیویډ وارنر د یوې نړیوالې لوبې وروسته راشد خان ته د درناوي لپاره هغه په غیږ کې نیسي
استرالیایي لوبغاړی ډیویډ وارنر د یوې نړیوالې لوبې وروسته راشد خان ته د درناوي لپاره هغه په غیږ کې نیسي

هاکلي وویل، "موږ د راشد خان او د افغانستان د کرکټ د نورو لوبغاړو څرګندونې په داسې حال کې منو او ستاینه یې کوو چې په پوهنتونونو کې د ښځو د منع کولو په اړه د طالبانو پریکړه غندو. راشد ته تل په BBL کې ښه راغلاست وایو."

د استرالیا د کرکټ مشر وویل، استرالیا د ښځو او نارینوو لپاره د لوبې ودې ته ژمن دی. هغه زیاته کړه، هیله لري چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره ښه شرایط رامنځته کیدل به د دې اجازه ورکړي چې د دغو هیوادونو ترمنځ کرکټ "په نژدې راتلونکي کې" بیا پیل شي.

XS
SM
MD
LG