د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن منځني ختیځ ته د سفر په لړ کې تل ابیب ته ورسید


جمهور رئیس بایډن په تل ابیب کې د اسرائیل له جمهور رئیس اسحاق هرزوګ سره
جمهور رئیس بایډن په تل ابیب کې د اسرائیل له جمهور رئیس اسحاق هرزوګ سره

د متحده ایالتونو جمهور رئیس جو بایډن منځني ختیځ ته د خپل سفر په لړ کې نن چهارشنبه ۱۳ جولای (چنګاښ ۲۲) د اسرائیل تل ابیب ښار ته ورسېد.

تل ابیب ته د رسېدو پر مهال، هغه د اسرائیل او امریکا تر منځ د ژورو اړیکو په اړه وغږید.

بایډن د اسرائیل او فلسطینیانو تر منځ د دوو دولتونو د جوړېدو له حل لارې ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه چې امریکا به په سیمه کې د اسرائیلو او نورو هېوادونو تر منځ د اړیکو د لا پیاوړتیا دپاره هڅه وکړي.

جمهور رئیس بایډن به د اسرائیلو د صدراعظم یاییر لاپیډ او د اپوزیسیون د مشر بنیامین نتانیاهو سره ګوري. تمه کیږي چې دا مشران به د ایران له خوا د متوجه ګواښونو پر وړاندې د اسرائیل د دفاع او په ځانګړي ډول په خلیج کې د عربو هېوادونو سره د اسرائیل د هوايي دفاع د ځواک د همغږه کولو پر سر خبرې وکړي.

جمهور رئیس بایډن به په لویدیځه غاړه کې هڅه وکړي چې د فلسطین له ادارې سره د امریکا هغه اړیکې ورغوي چې د پخواني جمهور رئیس دونالډ ټرمپ په وخت کې فلسطین ته د امریکا د مرستو د بندېدلو او په بیت المقدس کې د امریکا د کونسلګرۍ د تړل کېدو له آمله ترینګلي شوي وې.

ټاکل شوې ده چې بایډن له اسرائیل څخه د سعودي عربستان جدې ښار ته ولاړ شي او هلته د خلیج د هېوادونو د مشرانو په غونډه کې برخه واخلي او په دې غونډه کې له سیمې سره د امریکا د راتلونکو همکاریو په تړاو معلومات ورکړي.

جمهور رئیس بایډن به د سعودي له پاچا سلمان او ولیعهد خالد بن سلمان سره وګوري او له دغه هېواد سره، چي پخپله بایډن یو وخت "منفور" بللی وو، د اړیکو د ښه کولو هڅه وکړي.

پیچلی سفر

تمه کیږي چې جمهور رئیس بایډن به منځني ختیځ ته ددې سفر په لړ کې د خلیج له هیوادونو څخه د انرژۍ د نړیوال بحران د راکمولو لپاره د تیلو د تولید د زیاتولو غوښتنه وکړي او همدرانګه به د منځني ختیځ مشرانو ته ډاډ ورکړي چې که څه هم امریکا دا وخت پر اوکراین باندې د روسیې پر یرغمل او له چین سره پر ستراتیژیکې سیالۍ باندې تمرکز لري، خو منځني ختیځ هم له پامه نه غورځوي.

منځني ختیځ ته د بایډن دا سفر پیچلی دی. پر هغه باندې د خپل ګوند غړو هم له سعودي سره د اړیکو د ټینګولو د هڅو له آمله نیوکه کړې ده. بایډن مخکې ویلي وو چې د سعودي سلطنت "هیڅ ټولنییز ارزښتونه نلري".

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "زموږ هدف دا دی چې له سعودي عربستان سره اړیکې دوباره تنظیم شي او قطع نشي".

ښاغلی سولیوان وايي، روانو نړیوالو جیو پولیټیک رقابتونو او په ځانګړي ډول د هند آرام سمندر د سیمي او اروپا وضعیت ته په کتلو سره، امریکا ته ښايي چې له منځني ختیځ سره دوامدارې اړیکې وساتي.

هغه زیاتوي: "منځني ختیځ له نورې نړۍ سره تړلی دی. که موږ دا وخت ددې سیمې د امنیت او ثبات دپاره کار وکړو نو دا به د امریکا د خلکو او ملي امنیت د راتلونکي دپاره ګټه ولري".

څارونکي متوجه دي چې جمهور رئیس بایډن د خپل دې سفر په جریان کې د امریکا د خارجي پالیسۍ هغه اصل څنګه په پام کې نیسي چې له مخې یې دیموکراتیک نظامونه له استبدادي رژیمونو غوره بلل کیږي. په ځانګړي ډول د شیرین ابو عاقلې او جمال خاشقجي له وژل کېدو وروسته.

XS
SM
MD
LG