د لاس رسي وړ اتصالات

استرالیا د ښځو د حقونو په سر د افغانستان سره د کرکټ لوبې لغوه کړې


استرالیا او افغانستان وروستی ځل تېر کال په هند کې د ۵۰ اوریز نړیوال جام کې لوبه وکړه چې د دریو ویکټو په توپیر استرالیا وګټله.
استرالیا او افغانستان وروستی ځل تېر کال په هند کې د ۵۰ اوریز نړیوال جام کې لوبه وکړه چې د دریو ویکټو په توپیر استرالیا وګټله.

استرالیا د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۹ (کب ۲۹) اعلان وکړ چې د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو د حقونو د خرابېدونکي وضعیت له کبله یې د افغانستان سره د نارینه وو د کرکټ د شل اوریزو سیالیو لړۍ لغوه کړې ده.

د استرالیا کرکټ بورډ ویلي چې دوی ته مشوره ورکړل شوې چې "په افغانستان کې د ښځو او نجونو دپاره شرایط مخ په خرابېدو دي" او له همدې امله یې د اګست په میاشت کې په یو دریمګړي هېواد کې کېدونکې د دریو لوبو لړۍ ځنډولې ده.

کرکټ په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې شهرت موندلی او ددغه هېواد ملي ټیم توانېدلی چې د نړۍ په کچه سترو ټیمونو ته ماتې ورکړي. خو د طالبانو په واکمنۍ کې ښځې له لوبو منع شوي دي.

د استرالیا د کرکټ اداره وايي چې د خپل دریځ له مخې، "په ټوله نړۍ کې په کرکټ کې د ښځو او نجونو د ګډون ملاتړ او قوي ژمنتیا ته دوام ورکوي."

دا له ۲۰۲۱ کال راهیسې درېیم ځل دی چې استرالیا له نړیوالو ټورنمنټونو بهر له افغانستان سره له لوبې کولو ډډه کوي.

استرالیا په ۲۰۲۱ کې د طالبانو د بیا واکمن کېدو یوازې څو میاشتې وروسته، له افغانستان سره یوازینۍ پلان شوې ټیسټ لوبه لغوه کړه.

چارواکو هغه مهال وویل: "که د رسنیو وروستي راپورونه رښتیا وي چې په افغانستان کې به د ښځو د کرکټ ملاتړ ونه شي، نو کرکټ استرالیا به د افغانستان د کوربتوب د لغوه کولو پرته بله چاره ونه لري."

په ۲۰۲۳ کې، استرالیا په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سره د دریو نړیوالو یو ورځنیو لوبو له لړۍ څخه ووتله. په کابل کې د افغانستان کرکټ بورډ دا پریکړه "خواشینونکې" وبلله.

د افغانستان د کرکټ مشهور لوبغاړي راشد خان ګواښ کړی چې د استرالیا بیګ باش لیګ به بایکاټ کړي.

د طالبانو تر راتګ مخکې، د افغانستان کرکټ بورډ ورو ورو د ښځو د کرکټ د ودې په برخه کې پرمختګ کاوه، او په ۲۰۲۰ کال کې یې د یو شمیر نیمه مسلکي ښځینه لوبغاړو سره قراردادونه وکړل. ډیرې دا لوبغاړي اوس استرالیا ته کډوالې شوي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له بیا واکمن کېدو وروسته ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د شریعت مطابق حکومت کوي او نجونې یې ثانوي ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تګ څخه منع کړي دي.

د ۲۰۲۲ په نومبر کې افغانې میرمنې پارکونو، تفریحی میلو، جیمونو او عامه حمامونو ته له تګ څخه منع شوې.

ښځې همدارنګه د نارینه محرم پرته د سفر کولو څخه منع دي او ورته ویل شوي چې باید له کور څخه بهر حجاب یا چادري واغوندي.

استرالیا او افغانستان وروستی ځل تېر کال په هند کې د ۵۰ اوریزو نړیوال جام کې لوبه وکړه چې د دریو ویکټو په توپیر استرالیا وګټله.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG