د لاس رسي وړ اتصالات

آذربایجان د امریکا په منځګړیتوب ۱۷ ارمني بندیان آزاد کړل


د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۴ (تلې ۱۲) وویل چې آذربایجان د متحدو ایالتونو له منځګړیتوب وروسته، د جګړې ۱۷ ارمنستاني بندیان آزاد کړي دي.

پاشینیان پر خپله ټویټر پانه لیکلي:" زه زموږ د ۱۷ جنګي اسیرانو په بیرته ستنولو کې د متحدو ایالتونو له همکارۍ ډیره زیاته مننه کوم."

نوموړي د نړیوال منځګړیتوب په مرسته، د بشري مشکلاتو او په سیمه کې د سولې د راوستلو په برخه کې د ډیر پرمختګ په اړه هیله مندي څرګنده کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن چې لاتینې امریکا ته په سفر بوخت دی، د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۴ په درې اړخیزې ټلفوني اړیکه کې د ارمنستان او آ‌ذربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو ارارت میرزویان او جیهون بایراموف سره خبري وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس وویل، ښاغلي بلینکن د بندیانو په خوشي کیدو خوښي وکړه او په سوله ایزو توګه یې د مشکلاتو د هواري په برخه کې له آذربایجان او ارمنستان سره د امرکا په تعهد ټینګار وکړ.

ښاغلي پرایس زیاته کړه، د بهرنیو چارو وزیر بلینکن د سولې د یوه پایداره توافق د ترلاسه کیدو په برخه کې د ارمنستان او ا‌ذربایجان د مثبتو ګامونو ستاینه وکړه.

دغه ارمنستاني بندیان څو ورځې وروسته له هغه آزادیږي چې لودیځ یوځل بیا ددغو دوو سترو دښمنو ګاونډیو ترمنځ د سولې خبري اترې پیل کړې.

د فرانسې خبري آژانس لیکلي چې دا اقدام د قفقاز په نارامه سیمه کې د لودیځ د نفوذ د پراخیدو ښکارندويي کوي، ځکه روسیه په اوکراین کې له خپلې جګړې سره لاس او ګریوان ده او له لسیزو وروسته په دې سیمه کې په ښکاره ډول خپل نفوذ له لاسه ورکوي.

تیره میاشت مخکې له هغه چې متحده ایالات د ارمنستان او آذربایجان ترمنځ اوربند وکړي، د دواړو هیوادونو حد اقل ۲۸۶ کسان ووژل شول. دا جګړه د ۲۰۲۰ کال راوروسته د دواړو دښمنو هیوادونو ترمنځ سخته جګړه وه.

آذربایجان او ارمنستان دوه ځله په ۱۹۹۰ او ۲۰۲۰ کال کې د جنجالي سیمې ناګورنو قره باغ پر سر جګړه کړې ده، دا سیمه د آذربایجان ده خو ارمن توکمي پکې اوسیږي.‌

ددې راپور په جوړیدو کې د فرانسې خبري آژانس له موادو کار اخیستل شوی دی

XS
SM
MD
LG