د لاس رسي وړ اتصالات

عزیز الله فضلي د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست رئیس وټاکل شو


عزیز الله فضلي د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست رئیس وټاکل شو
عزیز الله فضلي د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست رئیس وټاکل شو

عزیزالله فضلي د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست عمومي رئیس وټاکل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ نن یکشنبه اګست ۲۲ (زمري ۳۱) پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي چې عزیزالله فضلي د کرکټ بورډ سرپرست عمومي رئیس ټاکل شوی دی.

کرکټ بورډ په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

تر دې مخکې فرهان یوسفزی د افغانستان کرکټ بورډ رئیس و.

عزیز الله فضلي تر دې مخکې هم د افغانستان د کرکټ بورډ مرستیال او تر هغه وروسته د څه وخت لپاره د کرکټ بورډ رئیس پاتې شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړو د پاکستان پر وړاندې لوبو ته د وروستي پړاو تمرینات پیل کړي دي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو په اساس تمه ده چې ډېر ژر به د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په خپل کوربتوب د پاکستان پر وړاندې د درې نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کولو په موخه سریلانکا هېواد ته سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG