د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان د نړۍ مشرانو ته: افغانستان په ناورین کې مه پرېږدئ


راشد خان د افغانستان د کرکت د ملي لوبډلې وتلی ستوری دی
راشد خان د افغانستان د کرکت د ملي لوبډلې وتلی ستوری دی

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې وتلي ستوري راشد خان له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې افغانستان روان کړکیچ ته یوازې پرېنږدي.

راشد خان نن سه شنبه اګست ۱۰ (زمری۱۹) په خپل ټویټر او فیسبوک په انګلیسي،‌ پښتو او درې ژبو کې پيغامونه خپاره کړي دي او له نړیوالو یې غوښتي دي‌ چې له دغه حالت څخه د افغانستان په اېستلو کې مرسته وکړي.

هغه لیکلي دي: «د نړۍ مشرانو!زما ګران هېواد افغانستان له یو لوی ناورین سره مخامخ دی. هره ورځ سلګونه بې ګناه افغانان چې ښځې او ماشومان هم په کې دي شهیدان کیږي. کورونه، ښوونځي، دفترونه او نور ملي او عامه تاسیسات ویجاړېږي او زرګونه کورنۍ بې کوره او در په دره شوي دي. لطفآ له موږ سره مرسته وکړئ چې له دغه ناورین څخه ووځو، موږ په ناورین کې مه پرېږدئ. د افغانانو وژل او د افغانستان ورانول بند کړئ. موږ سوله غواړو، جګړه باید بنده شي.»

راشد خان د افغانستان د کرکټ یو مشهور او وتلی لوبغاړی دی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مینه وال لري.

هغه داسې مهال په افغانستان کې د جکړې ختمولو غوښتنه کړې ده چې همدا اوس په یو شمېر ولایتونو کې جګړې روانې دي او زرګونه کورنۍ بېځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG