د لاس رسي وړ اتصالات

د بنګله دېش یوه کښتۍ کې د اورلګېدنې له امله ۳۷ کسان وژل شوي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د بنګله دېش په یوه کښتۍ کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي دي.

د اسوشېټيډ پريس خبري آژانس د راپور له مخې دغه پېښه نن جمعه ډسمبر ۲۴ (مرغومې دریمه) د بنګله دېش د مرکز په جنوب ۱۵۵ کیلومترۍ کې «جهلوکاتي» سیمې ته نژ دې رامنځته شوې ده.

د مقاماتو په وینا د «اوبیهجان ۱۰» په نوم درې پوړیزې کښتۍ کې شاوخوا ۷۰۰ تنه سپاره وو او د سیند په منځ کې یې اور اخیستی دی.

د بنګله دېش پولیسو ویلي چې تر دا مهاله یې د پېښې له ځای څخه ۳۷ جسدونه پیدا کړي دي. د دوی په وینا کېدایشي د وژل شوو کسانو شمېر زیات شي.

د معین الاسلام په نوم د سیمه ییزو پولیسو مشر اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس ته ویلي چې یو شمېر کسان د اورلګېدنې او یو شمېر نور په سیند کې د لوېدو له امله مړه شوي دي.

هغه ویلي چې د پېښې له ځای څخه یې ۱۰۰ تنه ټپيان روغتونونو ته انتقال کړي دي.

نوموړي زیاته کړې چې ممکن اور د کښتۍ په ماشین (انجن خونه) کې رامنځته شوی وي.

د اګست په میاشت کې لږ تر لږه ۲۱ کسان هغه وخت په بنګله دیش کې مړه شول چې یوې مسافر وړونکې کښتۍ د یوې باروړونکې کښتۍ سره ټکر وکړ.

د روان کال د اپریل او مۍ په میاشتو کې هم په دوو جلا پیښو کې پدې هیواد کې ۵۴ تنه د کښتیو د ټکر اړوند پیښو کې مړه شوي وو.

XS
SM
MD
LG