د لاس رسي وړ اتصالات

علیزه چې مور او پلار یې د کابل هوايي ډګر کې وژل شوي وو، کورنۍ ته وسپارل شوه


علیزه د هغو افغانو ماشومانو له جملې څخه وروستۍ ده چې په قطر کې بې سرپرسته پاتې وو او اوس له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي.
علیزه د هغو افغانو ماشومانو له جملې څخه وروستۍ ده چې په قطر کې بې سرپرسته پاتې وو او اوس له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي.

هغه افغانه ماشومه چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې یې د کابل هوايي ډګر سره د چاودنې په نتیجه کې مور او پلار ووژل شول، نږدې دوه کاله وروسته، د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۷ (وري اوومه) په قطر کې خپلوانو ته وسپارل شوه.

د علیزې کاکا یار محمد نیازي چې کله خپله ورېره موده پس په غېږ کې ونیوله نو په مخ ېې اوښکې روانې وې. هغه په ژړغوني غږ وویل چې ډېر خوشحاله دی او داسې احساس کوي لکه د کورنۍ یو مړ غړی چې یې بیرته ژوندی شوی وي.

وړه علیزه هغه وخت شاوخوا یو میاشتنۍ وه چې د ۲۰۲۱ د اګست په ۲۶ ېې مور او پلار دواړه د کابل هوايي ډګر په دروازه کې په چاودنه کې ووژل شول او علیزه امریکایانو قطر ته یووړله او هلته یوې یتیم خانې ته وسپارل شوه او بیا یې د مهاجرت د نړیوالې ادارې او یونیسیف په مرسته د علیزې خپلوان وموندل.

د قطر د دارالایتام مسئوله منیره بلوچي وايي چې د خپلې کورنۍ په شان یې د علیزې پالنه کړې او موخه یې د هغې د کورنۍ د غړو موندل وو. مېرمن بلوچي وویل: "شکر چې خپلوان ېې پیدا شول. موږ به یې هم تل یاده ساتو."

علیزه چې دوه خویندې، یو ورور، کاکا او ترور لري، د دوشنبې په ورځ په قطر کې ټول سره یو ځای شول. د هغې تره، یار محمد نیازی، وايي، ډېر خوشحاله دی او د خپلې خوشحالۍ د بیان لپاره ټکي نه لري. هغه زیاتوي: "مور او پلار یې دې شېبې ته منتظر وو، اوس به هغه ډېر خوشحاله وي چې علیزه زموږ سره یوځای شوه."

ټاکل شوې ده چې دا کورنۍ به څه موده وروسته امریکا او یا انګلستان ته انتقال شي ترڅو هلته نوی ژوند پیل کړي.

علیزه د هغو افغانو ماشومانو له جملې څخه وروستۍ ده چې په قطر کې بې سرپرسته پاتې وو او اوس له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي.

XS
SM
MD
LG