د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي عسکر ته سپارل شوی افغان ماشوم لا هم پیدا شوی نه دی


د ورک شوي افغان ماشوم پوسټر
د ورک شوي افغان ماشوم پوسټر

میرزاعلي احمدي او میرمنې یې هڅه کوله چې د کابل له هوايي ډګر بهر له ګڼې ګوڼې تیر شي او هوايي ډګر ته ځان ورسوي.

یو امریکايي عسکر ورباندې غږ کوي چې څه مرسته ورسره کولی شي. دوی په بیړه تصمیم نیسي او خپل دوه میاشتنی ماشوم "سهیل" عسکر ته ورکوي چې په ګڼه ګوڼه کې ژوبل نشي.

دوی فکر کاوه چې له دروازې یواځې پنځه متره لرې دي او ژر به ور ورسیږي.

خو میرزاعلي وايي‌ په دې وخت کې طالبان چې تازه یې کابل نیولی و، راغلل او د هوايي ډګر له دروازو سره نږدې خلک یې بیرته شا ته وشړل، د احمدي د کورنۍ نورو غړیو نیم ساعت وروسته وکولی شول چې د هوايي ډګر احاطې ته ور ننوځي. کله چې دوی هوايي ډګر ته ننوتل، سهیل یې پیدا نه کړ.

میرزا علي چې لس کاله یې په کابل کې د امریکا د سفارت د ساتونکي په توګه کار کړی، په وارخطایۍ سره یې له هرچا څخه د خپل زوی د پیداکولو لپاره پوښتنې شروع کړې. هغه وايي یوه پوځي قومندان ورته وویل چې سهل ښايي د ماشومانو لپاره ټاکل شوي یوه مخصوص ځای ته وړل شوی وي. خو کله چې هغه ځای ته ورغلل هغه ځای تش و.

میرزاعلي وویل: " هغه له ما سره د هوايي ډګر ټولې برخې ولټولې خو ماشوم مو پیدا نه کړ.درې ورځې تیرې شوې، له ۲۰ نورو کسانو سره مې خبرې وکړې هر پوځي او ملکي کس به چې په مخه راته د خپل زوی په هکله به مې ورڅخه پوښتنه کوله."

هغه وویل یوه ملکي چارواکي ورته وویل چې سهیل ښايي بهر ته لېږل شوی وي. ځکه دوی دلته د ماشومانو د ساتنې امکانات نه لري. ۳۵ کلن میرزاعلي، میرمن یې ۳۲ کلنه ثریا او نور ماشومان یې چې ۱۷، ۹، ۶ او ۳ کاله عمرونه لري د تخلیې په یوه الوتکه کې قطر ته له هغه ځای څخه جرمني ته او وروسته د تکزاس په ایالت کې د امریکا یوې پوځي اډې ته ولېږدول شول.

میرزاعلي وايي هغه ولیدل چې په عین وخت کې نورو کورنیو هم د کابل د هوايي ډګر د احاطې د دیوال شاته ولاړو عسکرو ته خپل ماشومان ورکول. د یوې کوچنۍ ماشومې عکس چې یوه عسکر ته ورکول کیږي او له سیم خارداره د پاسه اړول کیږي، په ټولنیزو رسنیو کې ډیر خپور شو. دغه ماشومه وروسته له خپلې کورنۍ سره یوځای شوه.

میرزاعلي وايي له کله نه یې چې زوی ورک شوی، ژوند یې تریخ شوی. هر خیریه کارکونکی او هر امریکايي چارواکی چې ویني د خپل زوی پوښتنه ورڅخه کوي. هغه وايي: "هرڅوک ژمنه کوي چې خپله پوره هڅه به وکړي، خو دا یواځې ژمنې دي."

د افغان کډوالو د ملاتړ یوې ډلې د (ورک ماشوم) یو پوسټر د سهیل له عکس سره جوړ کړی او په خپلو شبکو کې یې په دې هیله خپروي چې څوک به یې وپیژني.

د امریکا د حکومت یوه چارواکي چې له دې قضیې سره اشنايي لري وویل، د دغې قضیې په هکله د امریکا د پوځي‌ اډو له امریکا بهر د امریکايي تاسیساتو په ګډون ټولو اړوندو ادارو ته خبرورکړل شوی دی.

دغه چارواکي وویل:" دغه ماشوم په وروستي ځل هغه وخت ولېدل شو چې د کابل په هوايي ډګر کې د ګډوډۍ په مهال یوه امریکایی عسکر ته وسپارل شو. له بده مرغه هیڅ څوک دغه ماشوم نشي پیدا کولی."

د امریکا د دفاع وزارت ویاند او د کورني امنیت وزارت ویاند چې د کډوالو د میشت کېدو د چارو سمبالونکي دي په دې هکله شوې پوښتنې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته راجع کړلې، ځکه دوی وايي‌ دغه ماشوم د امریکا له خاورې بهر له خپلې کورنۍ جلاشوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د رویټرز د خبري آژانس پوښتنو ته په دې هکله ځواب ونه وایه.

له کابل څخه د پوځي تخلیې عملیات چې د اګست په ۱۵ مې د طالبانو له خوا د کابل له نیولو وروسته پیل شول او د اګست په ۳۰ مې پایته ورسېدل له ډیرۍ بې نظمۍ او مرګ ژوبلې سره مل و.

د داعش د ډلې په برید او ګډوډۍ کې له سلو زیات افغانان او ۱۳ امریکايي عسکر ووژل او زیات شمیر نور ټپیان شول. د تخلیې په دغو عملیاتو کې له کابل څخه شاوخوا ۱۲۴ زره کسان بهر ولېږدول شول چې ډیر شمیر یې افغان کډوال و.

XS
SM
MD
LG