د لاس رسي وړ اتصالات

د بغلان بُرکه ولسوالي طالبانو نیولې ـ چارواکي


طالبانو هم ویلي چې د یادې ولسوالۍ ودانۍ، امنیه قومانداني او ځينې نورې پراخې سیمې نیولي دي
طالبانو هم ویلي چې د یادې ولسوالۍ ودانۍ، امنیه قومانداني او ځينې نورې پراخې سیمې نیولي دي

د بغلان ولایت امنیتي چارواکي د طالبانو لخوا د دغه ولایت د بُرکه‌ ولسوالۍ د نیول کېدو خبر ورکوي.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت نن چهارشنبه مۍ پنځمه (غوايي ۱۵) امریکا غږ ته وویل چې تیره شپه لس بجې د یادې ولسوالۍ پر ځینو برخو د وسله والو طالبانو تر ډله ییزو بریدونو وروسته افغان ځواکونه په تکتیکي ډول له ولسوالۍ څخه وتلي دي.

نوموړي زیاته کړه: «نن شپه لس بجې طالبانو له څو اړخونو څخه پر ولسوالۍ بریدونه وکړل، افغان سرتیري مرګ ژوبله نه لري، مخالفین مرګ ژوبله لري، امنیتي سرتیري په تکیتکي ډول له ولسوالۍ څخه وتلي دي.»

که څه هم افغان چارواکي وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکوي، خو د کره ارقامو په اړه یې معلومات نلري.

طالبانو هم ویلي چې د یادې ولسوالۍ ودانۍ، امنیه قومانداني او ځينې نورې پراخې سیمې نیولي دي.

د معلوماتو په اساس افغان امنیتي سرتیرو د دغه ولایت نهرین ولسوالۍ ته شاتګ کړی او په «تاوشخ» کلي کې یو ځای شوي دي.

بُرکه له تخار ولایت سره پر پوله د بغلان له نا ارامه ولسوالیو څخه ده.

د بغلان بُرکه ولسوالي تر دې مخکې هم څو ځله د افغان سرتیرو او طالبانو ترمنځ لاس پر لاس شوې ده.

XS
SM
MD
LG