افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خپل دوهم مرستیال محمد سرور دانش په ملتیا نن شنبه د «لړم پر۱۹» د بامیانو ـ او د بغلان دوشي ولسوالۍ سړک جوړولو شپږم پړاو چارې د دغه ولایت په شیبر ولسوالۍ کې پرانیستلې.
د بامیانو - دوشي ولسوالۍ سړک د د غه ولایت له شیبر ولسوالۍ څخه د ۱۵۰ کېلومتره په اوږدوالې د افغانستان مرکزي ولایتونه له بغلان او نورو شمالي ولایتونو سره نښلوي.
د بامیانو - دوشي ولسوالۍ سړک جوړولو شپږم پړاو چارې چې ۲۵کېلومتره یې د بامیانو به شیبر ولسوالۍ پوري اړه لري لومړی پړاو یې د ۲۷میلیونو ډالرو په ارزشت پرانیستل شو.
چارواکي وايي، د بامیانو- دوشي ولسوالۍ سړک پنځم پړاو چارې چې د بغلان له دوشي ولسوالۍ څخه تېرېږي هم پیل شوي دي او یوه برخه یې تر څېړنو لاندې ده.
ولسمشر غني د دغه سړک د لومړي پړاو چارو پرانیستلو پرمهال یاد سړک د سالنګ یو بدیل یاد کړ او زیاته یې کړه چې مرکزي ولایتونه به له شمال ختیځو ولایتونو او مرکزي اسیا له هېوادونو سره ونښلوي.
ښاغلي غني زیاته کړه "زما ژمنه دا وه مرکزي افغانستان د دې پر ځای چې په انزوا کې وي د افغانستان په یوه متحرک زړه بدل کړم، هر کال او هره میاشت د دې شاهد اوسو چې دغه ژمنې عملي شي."
ښاغلي غني وویل چې د افغانستان د شمال - جنوب کوریدور د هېواد د حلقوي سړک په نسبت څو کرته لنډ دی او ټینګار یې وکړ چې د دغه سړک جوړولو چارې باید له قرارداد سره سمې پر خپل وخت تر سره شي.
ولسمشر غني تېره ورځ د بامیانو په یوه بل ګاونډي دایکنډي ولایت کې هم د برېښنا ځینې پروژې پرانیستلې.
د افغانستان د فوائد عامې وزیر وايي، اوس مهال د سړک جوړولو ۲۸ پروژې تر تدارکاتو لاندې دي چې لګښت یې ۲۰میلیارډ افغانۍ ته رسېږي.
یما یاري وویل چې د بامیانو - دوشي سړک پر شپږو برخو به کار کېږي چې لومړۍ برخه یې د ۲۷میلیونو ډالرو په لګښت پرانیستل شوه.
یاري وویل "د دغه سړک لومړۍ برخه دا وه چې ۲۷میلیونه ډالر لګښت لري،شپږمه برخه هم په بغلان ولایت کې پیل شوه، پنځمه برخه یې تر تدارکاتو لاندې ده."
چارواکي وايي چې د بامیانو ـ دوشي ولسوالۍ سړک د سالنګ تونل یو بدیل دی چې تر هغه وروسته به د سالنګونو د رغولو چارې هم پیل شي.