د لاس رسي وړ اتصالات

د نجونو په زده کړو بندیز خصوصي پوهنتونونه د بندیدو له ګواښ سره مخامخ کړي- مسولین


په افغانستان کې د پوهنتونو یو شمېر استادان په دې نظر دي چې که طالبان په خپلو کړنو کې بدلون رانه ولي، لیرې نه ده چې ډیر پوهنتونونه وتړ‎ل شي.
په افغانستان کې د پوهنتونو یو شمېر استادان په دې نظر دي چې که طالبان په خپلو کړنو کې بدلون رانه ولي، لیرې نه ده چې ډیر پوهنتونونه وتړ‎ل شي.

په افغانستان کې د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو مسؤلین وایي چې د هیواد په ټولو خصوصي پوهنتونونو کې د ښځینه محصلینو د نشتوالي دوام، د لوړو زده کړو دغه مرکزونه د اقتصادي ستونزو او بندېدو له خطر سره مخامخ کړي دي.

د پوهنتونونو یو شمیر استادان وايي، پر افغان نجونو او ښځو ورځ تربلې د محدودیتونو زیاتېدلو او د پوهنتونونو څخه منع کېدلو، د هلکانو او ځوانانو په منځ کې هم د زده کړو انګېزه له منځه وړې ده او خصوصي پوهنتونونه یې د اقتصادي رکود سره مخامخ کړي.

د کابل پوهنتون یو استاد عبدالله اواب وايي: "روان اقتصادي وضعیت دی، چې محصلین د فیس د ورکړ‎ې توان نه لري. دویم د نظام له لورې پر نجونو محدودیتونه دي، چې د خصوصي پوهنتونو لویه برخه یی جوړ‎وله چې اوس هغوی په کور کې بندې دي."

د نجونو لپاره د مورا د خصوصي پوهنتون رئیس، پوهنمل عزیز الله امیر وايي: "د مورا پوهنتون ځانګړنه همدا وه چې یوازې د نجونو او ښځو لپاره جوړ شوی مګر په نجونو وضع شوي محدودیتونه ددې سبب شول چې پوهنتون بند شي."

په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د دولتي پوهنتونو ترڅنګ د خصوصي پوهنتونونو جوړیدل، د هیواد د تعلیمي نظام په پیاوړتیاکې ډیر مهم ګڼل کیده.

د رڼا د خصوصي پوهنتون پخوانۍ استاده، تلوسه اصولي، وايي چې شخصي پوهنتونونو د دولتي پوهنتونونو تر څنګ د هیواد د ښوونیز نظام د تشې په ډکولو کې چې د کلونو جګړو او بې ثباتۍ اغیزمن کړي، ډیره مرسته کوله او همدارنګه هغو محصلینو ته چې په دولتي پوهنتونو کې يې د زده کړو چانس نه درلود ښه فرصت برابراوه.

د افغانستان ډیری علمي کادرونه په دې اند دي چې د لوړو زده کړو په برخه کې وروستي بدلونونو او د نجونو پر زده کړو محدودیتونو، کورنۍ او کادرونه له هیواده وتلو ته اړ ایستلي چې دا هم هیواد ته بل لوی تاوان او له هیواده د ځوان نسل او د علمي پانګې د فرار سبب بولي.

د سید جمال الدین افغان د دارالمعلمین پخوانۍ رئیسه، حمیرا صمد جلالزۍ، وايي په یویشتمه پېړۍ کې هیڅ کورنۍ نه غواړي چې لوڼې يې نالوستې پاتې شي. هغه زیاتوي: "دوی ټول خطرونه او ستونزې پر ځان مني او له مجبوریت څخه هیواد پرېږدي چې د هېواد پرېښودل پخپله د سیاسي ، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو او په نتیجه کې يې د یو بحران سبب کيږي."

د طالبانو غبرګون

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویلي چې د نجونو پر زده کړو د دغه وزارت د بندیز تر اعلان وروسته، یې د خصوصي پوهنتونونو د اقتصادي ستونزو څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی دی. خو تر دا مهاله یې د خپلو څېړنو پایلې نه دي اعلان کړي.

خو ګڼ شمېر افغانې ښځې وايي د نجونو د زده کړو په برخه کې د طالبانو په ژمنو بې اعتبار شوي او ژر تر ژره د ښوونځیو او لوړو زده کړو د دروازو پر پرانستلو ټینګار کوي.

د کابل پوهنتون پخوانۍ استاده، نرګس مومند حسنزۍ وايی، له بده مرغه دا بندیزونه ورځ تر بلې ډېرېږي، ژمنې هم ډېرې کیږي خو د طالبانو په کړنو کې کوم تغیر نه لیدل کیږي. هغه وايي: "هر بندیز لیرې کیدو ته اړتیا لري چې په افغانستان کې د کورنیو لپاره يې تر ټولو مهم د ښوونځیو او لوړو زده کړو د دروازو پرانستل دي."

په افغانستان کې د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې د مطبوعاتو او عامه اړیکو د رئیس محمد کریم ناصري په وینا، "۷۰زره محصلین چې زده کړې یې کولې، د نجونو پر زده کړو د بندیز په فرمان سره رابطه ورسره قطعه شوې او محصلین فیس نه ورکوي او پوهنتونونه د اقتصادي زوال خواته روان دي."

د پوهنتونو استادان هم په دې نظر دي چې که طالبان په خپلو کړنو کې بدلون رانه ولي، لیرې نه ده چې ډیر پوهنتونونه به وتړ‎ل شي.

XS
SM
MD
LG