د لاس رسي وړ اتصالات

د آسیا پراختیایي بانک د پاکستان سیلاب ځپلو سره ۲.۵ میلیارده ډالر مرسته کوي


د سیلابونو له امله بیځایه شوي پاکستانیان
د سیلابونو له امله بیځایه شوي پاکستانیان

د آسیا پراختیایي بانک د چهار شنبې په ورځ اکتوبر پنځمه (تلې ۱۳) اعلان وکړ چې د پاکستان له سیلاب ځپلو سره به ۲.۵ میلیارده ډالره مرسته وکړي.

دا مرسته په داسې حال کې اعلانیږي چې په نوموړي هیواد کې د اقلیمي بدلونونو له امله سیلابونو د جون میاشتې له نیمایي څخه راپدیخوا کابو ۱۷۰۰ کسان وژلي دي.

د آسيا پراختیایي بانک دا مرسته به د نړیوال بانک د تیرې میاشتې د ۲ میلیارد ډالري تعهد شوي مرستي وروسته، له دغه ځپل هیواد سره لویه مرسته وي.

د پاکستان مالیې وزارت په یوې بیانه کې ویلي دي چې دغه مرسته د آسیا پراختیایي بانک مشر یانګ یي د هغه هیواد د مالي له نوې ټاکل شوي وزیر اسحاق دار سره په لیدنه کې اعلان کړېده.

په بیانیه کې ویل شوي چې ښاغلي یانګ یي په پاکستان کې د موسمي اورښتونو او سیلابونو له امله د اوښتو زیانونو او مړینو له امله خواشیني ښودلې ده.

بیانیې زیاته کړې، د هغه هیواد د مالیې وزیر په پاکستان کې د پایداره پراختیا د دودیدو په برخه کې د آسیا پراختیایي بانک رول او ملاتړ ستایلی دی

پاکستان ویلي دي چې په هغه هیواد کې ویجاړونکو سیلابونو لږ تر لږه ۳۰ میلیارده ډالره تاوان اړولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د اکتوبر څلورمه له پاکستان سره پنځه برابره زیات د نړیوالو مرستو غوښتنه وکړه.

له سیلابونو وروسته، پاکستانیان اوس د ناولو اوبو له امله د مرضونو له خطر سره مخ دی، هغه ناروغۍ چې د جولای میاشتې راپدیخوا یې ۳۵۰ کسان وژلي دي.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) خبرداری ورکړی وو هغه ۵.۷ میلیونه پاکستانیان چې د سیلابونو له امله زیانمن شوي په راتلونکو دریو میاشتو کې به د خوراکي موادو له جدي کړکیچ سره مخ شي.

په پاکستان کې طبیعي ناورینونو ته د رسیدګۍ د ملي ادارې چارواکو هم راپور ورکړی چې دغو سیلابونو ۳۳ میلیونه کسانو ته زیان رسولی دی.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، کابو دوه میلیونه کورونه ددغو سیلابونو له امله زیانمن شوي او په سلګونه زره کسان بیځایه شوي دي.

څو هیوادونو او د ملګرو ملتونو مختلفو اداراتو، په څه باندې ۱۳۱ پروازونو کې هغه هیواد ته لومړنۍ مرستې رسولي خو یو زیات شمیر سیلاب ځپلي شکایت لري چې ډیرې کمې مرستې ورسره شوي او یا هم مرستو ته سترګې په لار دي.

XS
SM
MD
LG