د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: سیلابونو په پاکستان کې ۴۰۰ ماشومان مړه کړي


د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یونیسف) ویلي چې په پاکستان کې بارانونو او سیلابونو نږدې ۳۳ ملیونه وګړي زیانمن کړي او څه باندې ۱۲ سوه یې وژلي چې ۴ سوه یې پکې ماشومان و.

دې نړیوالې ادارې شنبه سپټمبر ۳ (وږي۱۲) ویلي چې سیلابونو په پاکستان کې ځینې هغه زیربناوې هم خرابې کړي چې د ماشومانو د خیر ښیګڼې لپاره ترې کار اخیستل کیده.

د یونیسف په راپور کې ویل شوي چې په پاکستان کې موسمي بارانونو او سیلابونو لږ تر لږه ۱۸ زره ښوونځي ویجاړ کړي او یا یې زیانمن کړي. په راپور کې ویل شوي چې لدې کبله میلونونه ماشومان ښوونځیو ته د تګ څخه محروم شویدي.

د ماشومانو دې ادارې همدرانګه ویلي چې په ټول پاکستان کې روغتونونه او داسې زیربناوې له کاره لویدلي چې د ماشومانو لپاره یې مهم خدمات وړاندې کول.

د پاکستان لپاره د یونسیف استازی عبدالله فاضل وایي ډیری ماشومان چې په پاکستان کې په سیلابونو او بارانونو کې ورته زیان رسیدلی هغوي دي چې ډیر د خطر سره مخ دي او د پاکستان په هغو ۷۲ ولسوالیو کې ژوند کوي چې تر ټولو ډیرې ځپل شویدي.

ښاغلي فاضل چې د پاکستان په پایتخت اسلام آباد کې یې خبریالانو ته معلوماتو ورکول وویل چې پدې هیواد کې د سیلابونو تر راتګ وړاندې هم ۴۰ په سلو کې ماشومان د یو داسې روغتایي حالت څخه کړیدل چې د پوهې وده کمزورې کوي.

د ملګرو ملتونو دې چارواکي وویل چې په سیلاب ځپلو سیمو کې ماشومان چې کورونه، ښوونځي او آن د څښاک پاکې اوبه نلري، ډیر ددې خطر سره مخ دي چې ښایي د اوبو څخه په پیدا کیدونکو ناروغیو اخته شي.

هغه زیاته کړه، " نس ناسته، کولرا او ټولې هغه ناروغۍ چې تصور یې کیږي، ښایي ډیر ژر ماشومان ونیسي. له همدې کبله مونږ باید ځواب ویلو ته چمتو اوسو. اته اوونۍ وروسته ژمی راځي او هغه ته باید هم چمتووالی ولرو".

تر دې وړاندې د پاکستان د عامې روغتیايي چارواکو په سېلاب ځپلو سیمو کې د ککړو اوبو له امله د ناروغیو د خپرېدو خبرداری ورکړی و.

په دغه هېواد کې د سختو سیلابونو له امله بې ځایه شویو کورنیو ته د حکومت له لوري په جوړو شویو موقتي کمپونو کې د نس ناستي او پوستکي ناروغۍ او د سترګو انتانات په پراخه کچه د خپرېدو په حال کې دي. په دغو کمپونو کې نږدې نیم میلیون بې ځایه شوي خلک اوسیږي.

تر اوسه د ترکیې، چین، قطر او سعودي عربستان په ګډون یو شمېر هېوادونو د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د هوا له لارې مرستې کړې دي. د حکومت د لومړنیو اټکلونو له مخې، بارانونو او سیلابونو شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالره زیان اړولی دی.

د یونسیف دې استازي وویل چې د پاکستان په ډیرو سیلاب ځپلو سیمو کې د مرستې کولو او ژغورنې هلې ځلې ګرانې دي ځکه چې پلونه او سړکونه له منځه تللي او ډیرو سیمو ته ورتګ نا ممکن دی.

هغه زیاته کړه چې د دې ټولو ستونزو سره سره، د یونسیف ټیمونه د پاکستان په څلور واړو ولایتونو کې فعال دي او د بشري مرستو په ویشلو کې همکاري کوي.

XS
SM
MD
LG