د لاس رسي وړ اتصالات

حکمتیار: تعلیم د ټولو نجونو او هلکانو حق دی


د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د نجونو په زدکړه باندې د طالبانو پر بندیز نیوکه کړې او حکومت یې مکلف ګڼلی چې د نجونو او هلکانو ښوونې او روزنې ته لازم شرایط برابر کړي.

ښاغلي حکمتیار د امریکاغږ سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل: "دا د حکومت فریضه ده چې د نوي نسل ځوانان نجونې او هلکان به تربیه کوي. پدې دنده کې اهمال ګناه ده... دا د حکومت دنده ده چې ظروف او شرایط برابر کړي. پدې پلمه او بهانه حق نلري چې خلک له خپل مسلم شرعي دیني حق محروم کړي."

ښاغلي حکمتیار دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې نږدې دوه اونۍ وړاندې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د افغانستان ټولو حکومتي او خصوصي پوهنتونونو ته امر وکړ چې د ښځو زده کړې تر بلې خبرتیا پورې وځنډوي. طالبانو ددې تعلیمي کال په پیل کې، په ښوونځیو کې له شپږ ټولګي پورته د نجونو په زدکړه بندیز لګولی و.

په افغانستان کې د نجونو پر مخ په لوړو زده کړو او ښوونځيو بندېز په کور دننه او بهر کې پراخ غبرګونونه راپارولی او د امریکا متحده ایالاتو په ګډون ګڼو نړیوالو بنسټونو او اسلامي هیوادونو له طالبانو څخه غوښتي چې په دې اړه خپله پرېکړه بیرته واخلي.

د نوي حکومت جوړېدل

ښاغلي حکمتیار پدې مرکه کې ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې شوې موافقه ناکامه ده او په افغانستان کې روان بحرانونه یې ددغې موافقې پایلې بللي دي. هغه وویل، طالبان خپل نظام ټولشموله ګڼي خو پدې کې هیڅ شک نشته چې دا د یوې ډلې حکومت دی.

حکمتیار د افغانستان د بحران د حل لپاره وړاندیز وکړ چې د طالبانو اوسنی سرپرست حکومت دې په کور دننه او بهر کې د یو واقعیت په توګه ومنل شي او په افغانستان کې د راتلونکي حکومت د جوړولو دپاره دې یوه شورا رامنځ ته شي.

هغه زیاته کړه: "داسې شورا چې د ملت اراده به تمثیلوي، د هیواد راتلونکي اسلامي اساسي قانون جوړ کړي او د راتلونکي نظام په ارتباط وروستۍ پرېکړه وکړي. راتلونکی حکومت ددغه اساسي قانون مطابق او د ملت په رایه رامنځته شي."

نړیوالې ټولنې هم د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو دپاره په افغانستان کې د نارینه او ښځو د بشري حقونو د خوندیتوب او ځینو نورو غوښتنو تر څنګ په دغه هېواد کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو خلاف اپوزیسیون

د حزب اسلامي ګوند مشر وايي، د مسلح مقاومت په نوم دا وخت په افغانستان کې څه نشته. هغه د طالبانو خلاف د "مقاومت ملي جبهې" جګړه بې نتیجې وبلله او تور یې پورې کړ چې دغه ډله یوازې د هغو هېوادونو د مالي او نظامي مرستو تر لاسه کولو دپاره جګړه کوي چې له طالبانو سره مخالفت لري.

حکمتیار وویل: "دا چې د حکومت خلاف وسله وال مقاومت خبره کوي، دا هغه ډلې دي چې هم یې د شوروي اتحاد د اشغالګرانو ملګرتیا کړې... د ناټو په خدمت کې هم وو او پدې شلو کلونو کې همدوی حکومت کالو او غواړي چې هغه تجربه بیا تکرار شي."

د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې مسولین وايي، وسله وال یې په پنجشنیر ولایت او د بغلان په اندراب ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

په عین وخت کې، د افغانستان د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال صدیق صدیقي ویلي، له طالبانو سره د جګړې لپاره باید افغانستان ته د افغان کمانډو ځواکونو د تګ زمینه مساعده شي او وړاندیز یې کړی چې د سرتیرو د استخدام د اسانتیا لپاره باید "یو ولایت له طالبانو پاک شي".

له دې وړاندې د افغانستان د پوځ پخواني جنرال سمیع سادات هم ویلي وو چې د طالبانو خلاف د افغانستان د ملي اردو پخوانیو ځواکونو د انسجام دپاره هلې ځلې روانې دي.

خو ښاغلی حکمتیار وايي، د افغانستان روان وضعیت ته په کتو، د بلې بهرنۍ مداخلې امکانات ډېر کم دي. هغه وویل: "امریکا دا وخت په اوکراین کې مصروفه ده... په تایوان کې هم له دغسې یوې ستونزې سره مخامخ ده. د [افغانستان] شل کلن ناکام جنګ هم ددې باعث شوی چې امریکا بیا داسې په اسانۍ سره په بل جنګ کې ښکېل نشي."

حکمتیار زیاته کړه چې که روسیه، چین، ایران او پاکستان په افغانستان کې د جګړې ختمېدل وغواړي او د خپل نفوذ څخه کار واخلي، باوري دی چې دغه هېوادونه خپل اغېز لري.

XS
SM
MD
LG