د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا عدلیې وزارت د مولر د راپور سانسور شوې بڼه خپروي


د امریکا لوی څارنوال ویلیم بار
د امریکا لوی څارنوال ویلیم بار

د امریکا د متحده ایالتونو عدلیې وزارت وايي د پنځشنبې په ورځ به د امریکا د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د روسیې د مداخلې په اړه د روبرت مولر په مشرۍ د ځانګړي تحقیقاتي کمیسیون د شاوخوا ۴۰۰ مخیز راپور سانسور شوې بڼه خپره کړي.

دا تحقیقات د امریکا د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست د ټاکنو پرمهال له روسیې سره د جمهور رئیس ټرمپ د سازش او د هغه له خوا د عدالت د مخنیوي په موخه شوي دي.

خو جمهور رئیس ټرمپ نن سه شنبې د اپریل په شپاړسمه یو ځل بیا په خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې سازش او خنډ نشته.

جمهور رئیس ټرمپ له دې وړاندې د ( اپریل په ۱۵ مه ) وویل سره له دې چې دی له ټاکنو سره د هر ډول ناوړه ارتباط څخه مبرا شوی خو دی او ولس د مولر د ۲۲ میاشتو د تحقیقاتو نتایجو ته انتظار کاږي.

هغه مواد چې دا ځل د امریکا لوی څارنوال ویلیم بار وړاندې کوي حجم یې تر هغه څلور مخیز راپور زیات دی چې له دې وړاندې د امریکا قانون جوړونکو ته سپارل شوی دی.

د امریکا لوی څارنوال درې اوونۍ وړاندې په څلورو پاڼو کې د روبرت مولر د راپور خلص وړاندې کړی و چې جمهور رئیس ټرمپ او د هغه د همکارانو د سازش په اړه څه پکې نه و، خو په دې اړه چې جمهور رئیس د عدالت مخه نیولې نتیجې ته رسیدلې نه و.

د امریکا دیموکراتو قانون جوړونکو فشار وارد کړ څو ددغو څیړنو بشپړ متن ترلاسه کړي او خپله یې وویني او ولولي.

بار ویلي دی به د امکان تر حده د مولر راپور خپور کړي خو ځیني محرم اسناد به پکې شامل نکړي.

XS
SM
MD
LG