د لاس رسي وړ اتصالات

بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو تاوتریخوالی د سیمې د امنیت لپاره ګواښ دی


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه هیواد کې د مذاکراتو له لارې د سوله ییز هواري په اړه د روسیې د «ښه نیت» د هرکلی ترڅنګ ویلي چې د طالبانو تاوتریخوالی سیمه ګواښي.

دغه وزارت نن شنبه جولای دریمه ( چنګاښ ۱۲) په یوې اعلامیې کې ویلي په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر د بشپړېدو په حال کې دی، طالبانو په دغه هیواد کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخرووا دوې ورځې مخکې په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې وه او په دغه هیواد کې د جګړې له ښکېلو خواوو څخه غوښتي وو چې جګړه پای ته ورسوي او په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره «رغنده» مذاکرات پيل کړي.

دغه روسۍ چارواکي زیاته کړې وه چې د جګړې ښکېل لوري باید په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګېدو لپاره خپلې هڅې یوازې تر خبرو نه، بلکې «واقعي اقدمات» تر سره کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې: "طالبان سولې ته د رسېدو لپاره خپلې ژمنې نه دي ترسره کړي او د تاوتریخوالي کچه یې هغې کچې ته لوړه کړې چې حتی د سیمې امنیت او ثبات له ګواښ سره مخامخ کوي."

دغه وزارت ټینګار کړی په داسې حال کې چې افغانستان په مستقیم ډول د دوحې د مذاکراتو کې طرف نه و، خو له خپل اړخ یې د نورو ژمنو ترڅنګ د طالبانو د ۶۰۰۰ بندیانو په ازادولو سره پر ټولو ژمنو عمل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په شاوخوا شلو ولایتونو کې جګړې روانې دي او د افغانستان حکومت وايي طالبان هڅه کوي چې په زور سره واک ته ورسیږي، خو وسله وال طالبان بیا د دوحې مذاکراتو د ورو پرمختګ پړه پر افغان حکومت اچوي.

بلخوا په کابل کې د امریکا سفارت هم تیره ورځ پر ملکي وګړو او عامه تاسیساتو د طالبانو لخوا د بریدونو د مخنیوي غوښتنه وکړه او طالبان یې د روان تاوتریخوالي عمده برخه وبلل.

دغه سفارت ژر تر ژره د تاوتریخوالي بندېدو او په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG