د لاس رسي وړ اتصالات

سروی: ٨۱٪ افغانان له خپل حکومت څخه ناراضه دي


دغه سروی د افغانستان په ٣۴ ولایتونو کې تیر کال د اکتبر د میاشتې د ٢٧ څخه د نومبر تر اتلسمې پورې د ۲٠۰۰ افغانانو سره د مرکو په بنسټ شوې ده.
دغه سروی د افغانستان په ٣۴ ولایتونو کې تیر کال د اکتبر د میاشتې د ٢٧ څخه د نومبر تر اتلسمې پورې د ۲٠۰۰ افغانانو سره د مرکو په بنسټ شوې ده.

د امریکا د متحده ایالاتو د نشراتي بورد BBG د مدیره هیت او د گلوپ شرکت په یوې سروی کې څرگنده شوې چې گډون کوونکي نژدې په سلو کې ٨١ په نسبي او یا بشپړه توگه د ملي وحدت د حکومت له اجرااتو څخه ناراضه دي. ددې سروی په بنسټ یواځې په سلو کې ١٧ کسانو ددې حکومت له اجرااتو څخه تر یوه حده او یا بشپړ ملاتړ کړی دی.

دغه نوې سروی د افغانستان په ٣۴ ولایتونو کې تیر کال د اکتبر د میاشتې د ٢٧ څخه د نومبر تر اتلسمې پورې د ۲٠۰۰ افغانانو سره د مرکو په بنسټ ترسره شوې ده.

د ملي وحدت د حکومت د دوو مشرانو په پرتله کولو کې د ملي وحدت د حکومت له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله څخه د نارضایتۍ کچه د جمهور رئیس محمد اشرف غني په پرتله زیاته ده.

د ملي وحدت د حکومت د محبوبیت په هکله د BBG او گلوپ سروی
د ملي وحدت د حکومت د محبوبیت په هکله د BBG او گلوپ سروی

ددې سروی د گډون کوونکو شاوخوا ۷۶ فیصده کسان د جمهور رئیس غني له اجرااتو او ۸۶ فیصده کسان د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له اجرااتو نارضه دي.

ښاغلي عبدالله پخپله هم په تیر مني کې د امریکا غږ آشنا تلویزیون سره په مرکه کې وویل "امنیت هغه ډول چې خلکو غوښته نه دی تامین شوی، خلک حق لري چې ناراضه اوسي".

د نارضایتۍ په کچه کې د افغانستان د جغرافیې او قومي جوړښت ټول اړخونه شامل دي.

په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت پخواني مرستیال دیوید سدني وایي د افغانانو دغه ژوره ناراضیتي د ٢٠١۴ کال د جمهوري ریاست د کړکیچنو انتخاباتو وروسته د هغوی د هیلو د نه پوره کیدو څخه سرچینه اخلي.

هغه وایي "کله چې جمهور رئیس غني او ډاکتر عبدالله واکمن شول د راتلونکې په اړه ستره هیله پیدا شوه چې شیان به بدل شي او هیڅ شی بدل نه شو."

ښاغلي سدني چې د افغانستان د ستراتیژیکو څیړنو د انستیتوت د مشورتي بورډ غړی دی امریکا غږ ته وویل چې " د ملي وحدت حکومت تر ډیره حده د قیمومیت او مقرریو پر سر په بې پایه مبارزه کې گیر شو او د خلکو په ورځني ژوند کې دومره بدلون رانغی."

خو هغه وایي د ملي وحدت حکومت به د محبوبیت د نه لرلو سره سره پایښت وکړي " جمهور رئیس کرزی څه دپاسه لس کاله واکمن و که څه هم چې د هغه څخه خلک خوښ نه و."

د راتلونکې په هکله بدبیني

په دې سروی کې د موجودو ټکو څخه یو یې د تیر یو کال سره د افغانانو د ژوند د اوسني حالت پرتله کول او په راتلونکي یو کال کې د هغوی غوښتنې دي.

دا نظر پوښتنه ښي چې په سلو ۶۹ افغانانو د خپل ژوند اوسنی حالت د تیر یو کال په پرتله تر یوه حده او یا ډیر خراب گڼلی دی، په دې اړه یواځې د ٣٠ فیصدو گډون کوونکو نظر مثبت و.

د افغانستان په هکله د BBG او گلوپ سروی
د افغانستان په هکله د BBG او گلوپ سروی

نژدې په سلو کې ۴۶ افغانانو ویلي دي چې د ژوند بشپړه وضیعت به یې په راتلونکو ١٢ میاشتو کې تر یوه حده او یا ډیر خراب شي. څه دپاسه ٢۴ فیصده گډون کوونکي په راتلونکي یو کال کې د خپل ژوند د ښه کیدو په هکله خوشبیني څرگنده کړې او ٣٠ فیصده نور یې نه پوهیږي چې څه به وشي.

پاکستان له داعش څخه بدتر

په دې سروی کې همداشان د لسو هیوادونو او سازمانونو په هکله د خلکو نظر پوښتل شوی دی. سیمه ییز قدرتونه د لویدیځو قدرتونو په پرتله مطلوب گڼل شوي دي.

هند د ٦٢ فیصدو گډون کوونکو د مثبت نظر په وجه د مطلوب هیواد په توگه په لومړي قطار کې او پاکستان د ٣.٧ فیصده مثبت نظر په لرلو د تر ټولو نامطلوب هیواد په توگه د جدول په پای کې ځای لري.

ددې نظرپوښتنې د گډون کوونکو ترمنځ د پاکستان محبوبیت د اسلامي دولت د ډلې یا داعش څخه هم ټیټ دی. ٥.٨ فیصدو گډون کوونکو د اسلامي دولت ډله یا داعش ښه گڼلې ده.

د بهرنیو هیوادونو او سازمانونو د محبوبیت په هکله د BBG او گلوپ سروی
د بهرنیو هیوادونو او سازمانونو د محبوبیت په هکله د BBG او گلوپ سروی

د ښاغلي سدني په فکر د پاکستان د محبوبیت نشتوالی د اکثر افغانانو د باور ښکارندویي کوي چې پاکستان د ټولو مشکلاتو منبع گڼي.

سدني وویل " که څه هم چې دا ډول فکر له اغراق ډک دی ... په پای کې طالبان چې په پاکستان کې مورچلې لري، افغانان وژني. دا جریان په تیرو ۱۵ – ۲۰ کالو کې واقع شوی او اوس افغانان په حقیقت پوه شوي چې څوک یې وژني."

له پاکستان او داعش وروسته طالبان د نامطلوبو په جدول کې راغلي دي. په دې سروی کې د شاملو افغانانو یواځې ١١ فیصدو د طالبنو ډله مطلوبه گڼلې ده.

په افغانستان کې د امریکا د سفارت پخوانی مرستیال وایي د طالبانو څخه د ملاتړ کموالی چې د نورو سروی گانو سره ورتوالی لري د سولې خبرو ته ستونزې پیدا کوي.

ښاغلی سدني وویل "په داسې حال کې چې لس فیصده خلک د طالبانو ملاتړ کوي د سولې په پروسه کې ددې ډلې هیله او غوښتنې دادي چې په حکومت کې عمده رول ولري چې دا ستر دوه ډوله دریځ دی... په داسې حال کې چې دا نظر پوښتنه ښي چې د افغانانو ترمنځ درز پراخ دی او شخړه به دوام وکړي."

که څه هم چې د BBG او گلوپ سروی له خلکو څخه د طالبانو سره د سولې د خبرو په هکله نه دي پوښتلي خو نوری سروې گانې د سولې د هڅو پراخ ملاتړ څرگندوي. د مثال په توگه د آسیا د نړیوال بنیاد په وروستۍ سروی کې ۵۲.۴ فیصدو افغانانو ویلي چې د طالبانو سره خبرې ښه نظر دی.

په دې سروی کې د مرکه شویو کسانو څه دپاسه ٣۴ فیصدو په نسبي او یا بشپړه توگه د امریکا متحده ایالات د یو مطلوب هیواد په توگه گڼلي دي. ددې سروی د گډون کوونکو د ډلې څخه شاو خوا ۴٦ فیصده چې د ١٢ ټولگي څخه لوړې زده کړې یې کړې وې د متحده ایالاتو په اړه مثبت نظر درلود. په داسې حال کې چې د ١٢ ټولگي څخه د ټیټ تعلیم لرونکو کسانو د متحده ایالاتو په هکله مثبت نظر نه درلود.

خو د ښاغلي سدني په نظر د افغانانو په منځ کې د متحده ایالاتو موقف د جمهور رئیس بارک اوباما د اکتبر د اعلامیې وروسته چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیر د ٢٠١٦ کال تر پایه پرته له بدلون پاتې کیږي، ښایي تغییر کړی وي.

دغه امریکایي دیپلومات وایي چې د جمهور رئیس اوباما له اعلامیې دمخه "افغانانو ځان تجرید احساسوه." هغه زیاتوي چې که نن د امریکا د متحده ایالاتو په اړه له افغانانو وپوښتل شي" په ځواب کې به پوره او د پام وړ بدلون راغلی وي."

نورې سروې

د گلوپ شرکت ځنې موندنې د نورو سروی گانو له نتیجو سره موازي دي چې د ملي او نړیوالو بنسټونو له لورې په افغانستان کې ترسره شوي دي.

د آسیا بنیاد په وروستۍ سروی کې چې د ٢٠١٥ کال په نومبر کې خپره شوه د افغانستان یواځې په سلو کې ٣٧ خلک په دې باور وو چې هیواد یې په سمه لور روان دی. ددې سروی موندنې په تیره یوه لسیزه کې د خپل حکومت څخه د افغانانو د خوشبینۍ د ډیرې ټیټې کچې څرگندونکي دي.

له بلې خوا د آسیا بنیاد په سروی کې ۵۷.۸ فیصدو مصاحبه شویو کسانو د افغانستان د ملي وحدت د حکومت له اجرااتو رضایت ښودلی و.

د امریکا د متحده ایالاتو د نشراتو مدیره بورد یا BBG د امریکا یوه دولتي اداره ده چې یواځې له هیواد بهر خپرونې کوي او د امریکا غږ د آشنا رادیو تلویزیون یې یوه برخه ده.

د گلوپ شرکت په متحده ایالاتو کې میشت یو خپلواک څیړنیز شرکت دی چې د امریکا په داخل او د امریکا نه بهر ستراتژیک مشاوریت، څیړنې، ارزونې او عامه نظر پوښتنې ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG