د لاس رسي وړ اتصالات

د بلاروس حکومت د سیاسي مخالفانو د مشرې خاوند په ۱۸ کاله زندان محکوم کړ


په بلاروس کې یوې محکمې د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۱۴ (لیندۍ ۲۳) د هغه هیواد د حکومت د مخالفې مشرې خاوند په ۱۸ کاله زندان محکوم کړ.

رویترز خبري آژانس راپور ورکړی چې سرګي چیکانوفسکي د هغه هیواد د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د کاندیدو او له جمهور رئیس الکساندر لوکاشنکو سره د رقابت له هڅې وروسته، ونیول شو.

ښاغلی چیکانوفسکي چې ۴۳ کاله عمر لري یو ویډیو بلاګر دی او د مظاهرو په سبمالولو او د "ټولنیزې کرکې په تحریک" کولو تورن شوی دی.

خو ملاتړو یې ددغو ادعاوو په رد کولو سره ویلي دي چې د ښاغلي چیکانوفسکي په وړاندې د بلاروس د حکومت ادعاوي ساختګي دي.

نوموړی وروسته له هغه چې په ټاکنو کې له ګډون څخه بې برخې شو، د ۲۰۲۰ کال په مې میاشت کې د مخالفانو د مظاهرو پرمهال ونیول شو، د هغه تر نیول کیدو وروسته د ښاغلي چیکانفسکي میرمن سویتلانا تسیخانو سکایا د هغه پر ځای د الکساندر لوکاشینکو په وړاندې په ټاکنو کې د رقابت لپاره ورګډه شوه، هغه ټاکنې چې د پراخو درغلیو له ادعاوو سره پر مخ ولاړې.

میرمن تسیخانو سکایا هم د بلاروس په ټاکنو کې د درغلیو د ادعاوو له امله لیتوانیا ته وتښتیده څو له ټاکنو وروسته ځپونکو اقداماتو څخه خوندي ووسي. هغې د خپل خاوند لپاره صادر شوی حکم د سیاسي غچ اخیستلو هڅه بللې ده.

د ۲۰۲۰ کال د اګست په میاشت کې د بلاروس د جمهوري ریاست د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته چې پکې الکساندر لوکاشینکو ګټونکی اعلان شو، د حکومت مخالفانو د هغه هیواد په بیلابیلو برخو کې پراخې مظاهرې وکړې.

غربي هیوادونو د بلاروس د حکومت د سیاسي مخالفانو سره په یو غږ دغه ټاکنې چې پکې لوکاشینکو د شپږم پرله پسې ځل لپاره د هغه هیواد جمهور رئیس شو له درغلیو ډکې بللي دي.

اروپايي ټولنې، متحده ایالتونو، کاناډا او بریټانیا ښاغلي لوکاشینکو په واک کې د پاتې کیدو لپاره له درغلیو څخه د ډکو ټاکنو په ترسره کیدو، د سیاسي مخالفنو په زنداني کیدو او د رسنیو د غږ په خپ کولو تورن کړی دی.

خو ښاغلی لوکاشینکو چې د روسیې له سیاسي، اقتصادي او پوځي ملاتړ څخه برخمن دی په ټاکنو کې د درغلیو ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې څه باندې ۸۰ سلنه رایه ورکوونکو هغه ته رایه ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG