د لاس رسي وړ اتصالات

بلاروس کې د ولسمشر پر ضد د لسګونو زرو کسانو مظاهره


د بلاروس د پوځ د خبرداري سره سره په لسګونو زرو کسانو ددغه هیواد په مرکز مینسک ښار کې د لاریون په ترڅ کې د جمهور رئیس الکساندر لوکاشینکو د استعفا غوښتنه وکړه.

د بلاروس د اګست د نهمې نیټې د انتخاباتو وروسته د یکشنبې د ورځې دا لاریون یو له سترو مظاهرو څخه و چې د ښار په لارو او کوڅو کې د پوځیانو د حضور سره سره وشو.

د بلاروس د دفاع وزیر ویکتور خرینن ویلي چې «دا مظاهرې د فاشیستانو تر بیرغونو لاندې د بلاروس د خلکو، روسانو، یهودانو او نورو میلیتونو د وګړو د ډله ییزې وژنې لپاره تنظیم شوي» او په وینا یې دوی یې په وړاندې سکوت نشي کولای. هغه وايي پولیس نه بلکه پوځ به یې په وړاندې عمل وکړي.

مظاهره کوونکو چې د اپوزیسیون سور او سپین رنګه بیرغونه یې اوچت کړي وو د مینسک په ښار کې د لاریون پر وخت د «آزادۍ» او «مونږ به یې هیر نکړو، مونږ به یې ونه بخښو» شعارونهورکول.

د بلاروس د اپوزیسیون مشره ماریا کولیسنیکووا وویل چې: «زمونږ مقاومت د ماراتون ځغاسته ده، رژیم ددغه ماراتون پر وړاندې څه نشي کولای، خو مونږ یې کولای شو. مونږ ددې کار لپاره نیت، قوت او د یو بل ملاتړ لرو. مونږ باید ولیکو. ووایو، ودریږو، شکایت وکړو، نا هم آهنګه واوسو، پریکون وکړو او ورسره موافق نه اوسو او دې کار ته دوام ورکړو.»

د بلاروس د حکومت مخالفې مشرې سوتلانا چیخانوفسکیا چې ددې هیواد په انتخاباتو کې د لوکاشینکو په وړاندې کاندیده وه د اګست په ۱۹یې د اروپایي ټولنې له هیوادونو وغوښتل چې ددې هیواد له «درغلیو ډکو» انتخاباتو پایلې په رسمیت ونه پیژني.

میرمن چیخانوفسکیا د انتخاباتو نتیجې نه مني او له خلکو یې غوښتي چې د حکومت ضد مظاهرو ته دوام ورکړي.

د بلاروس جمهور رئیس الکساندر لوکاشینکو چې د ۱۹۹۴ کال راهیسې واکمن دی ادعا کړې ده چې د اګست د نهمې نیټې په انتخاباتو کې یې ۸۰ فیصده رایې ګټلې دي؛ هغه انتخابات چې د درغلیو له ادعاو سره مخامخ دي.

پدې ترڅ کې د امریکا د متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې په ګډون یو شمیر غربي هیوادونو د بلاروس د انتخاباتو نتیجې د اندیښنې وړ بللي دي او د حکومت له لورې د سوله ییزو مظاهره کوونکو ځپل یې غندلي دي.

خو د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د بلاروس د وروستیو انتخاباتو او د هغه هیواد د جمهور رئیس لوکاشینکو ننګه کړې ده. ښاغلي پوتین خبرداری ورکړی چې هر ډول بهرنۍ مداخله به په هغه هیواد کې رامنځ ته شوی کړکیچ نور هم سخت کړي.

XS
SM
MD
LG