د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې ولسمشر د لبنان له مرګونې چاودنې وروسته بیروت ته سفر کوي 


یوه ورځ وروسته له هغه چې د لبنان پلازمینه بیروت لويي چاودنې سخت زیانمن کړ، د نړۍ مختلفو هیوادونو ویلي چې هغه هیواد یوازې نه پریږدي.

د فرانسې جمهور رئیس ایمانئول مکرون اعلان کړی چې هغه به په مرستو او د ژغورنې په پرسونل له بار دوو الوتکو سره د چهارشنبې له غرمې وروسته ( اګست ۵) بیروت ته ورسیږي.

نورو هیوادونو هم لبنان ته د ژغورنې د ډلو د استولو اعلان کړی کوم چې یوې زوروې چاودنې د سه شنبې په ورځ ( اګست۴) په هغه هیواد کې حد اقل سل تنه ووژل او په زرګونه نور یې ژوبل کړل.

د مکرون دفتر اسوشیټد پرس خبري آژانس ته ویلي چې د فرانسې جمهور رئیس به د هغه هیواد له سیاسي مشرانو سره وګوري.

لبنان چې پخوا د فرانسې له ملاتړ څخه برخمن و، له دغه هیواد سره نږدې سیاسي او اقتصادي روابط لري.

د منځني ختیځ او اروپا یو شمیر هیوادونو هم لبنان ته د مرستو د استولو لړۍ پیل کړې ده. اروپايي ټولنې له خپلو ټولو غړو هیوادونو څخه د بیړني حالت د کارکوونکو او د وسایلو د لیږد هڅې پیل کړي دي.

اروپايي کمیسیون ویلي، په خپل عاجل پروګرام کې غواړي چې لنبان ته په موټرونو سمبال څه باندې د اور وژنې سل پرسونل، تعلیمي سپیان او تر خاورو او ویجاړیو لاندې د بندو پاتې شویو کسانو د موندلو لپاره روزل شوي کسان واستوي.

د چک جمهوریت، فرانسه، جرمني ، یونان، پولنډ او هالنډ هم په دې هڅو کې برخه اخلي او نور هیوادونه به هم ورسره یوځای شي.

XS
SM
MD
LG