د لاس رسي وړ اتصالات

پنټاګون:امریکا اوکرایني پوځیانو ته د پرواز کوونکو بمونو د کاریدو روزنه ورکوي


د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت چارواکو د چهار شنبې په ورځ اپریل ۶ (وري ۱۷) وویل چې یو شمیر اوکرایني پوځيانو ته په دغه هیواد کې د ډرون الوتکو چې "پرواز کوونکي بمونه" دي د کاریدو د څرنګوالي روزنه ورکوي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وویل یو "ډیر لږ" شمیر اوکرایني پوځيان پر هغه هیواد د روسیې له برید مخکې په متحدو ایالتونو کې وو.

د ښاغلي کربي په وینا:" له فرصت څخه مو استفاده وکړه، هغوی اوس هم په هیواد کې لرو څو د دوو ورځو لپاره د وژونکو الوتکو د کاریدو روزنه ورکړو، هغوی بیرته تللی شي، څو د اوکراین په پوځ کې نورو ته روزنه ورکړي."

نوموړي وویل ۱۰۰ ډرون الوتکي "Switchblade" چې له لیرې څخه کنټرولیږي او اساساً پروازکونکي بمونه دي، اوکراین ته استول شوي څو د روسي پوځيانو په وړاندې د اوکراین نظامي قدرت زیات کړي.

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د مارچ په ۱۶ اعلان وکړ چې هیواد به یې د نورو وسلو او مهماتو تر څنګ، بې پیلوټه الوتکې هم اوکراین ته ورکړي.

سربیره پر دې متحدو ایالتونو د سه شنبې په ورځ اپریل ۵ اعلان وکړ چې له اوکراین سره د ۱۰۰ میلیونو ډالرو اضافه نظامي مرسته کوي.

د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت ویاند جان کربي وویل په داسې حال کې چې روسیې شپږ اوونۍ وړاندې پر اوکراین یرغل پیل کړی او هڅه یې وکړه چې ژر پلازمینه کیف ونیسي خو هغوی ناکامه شول او اوس په بشپړ ډول د کیف له سیمې او په شمال کې له چیرنیګیف سیمې وتلي دي.

اسوشیټډ پرس لیکلي مسکو اعلان کړی چې د اوکراین په ختیځ او جنوب کې د جګړې د زیاتوالی لپاره چمتوالی نیسي، هغه سیمې چې ځواکونه یې پر لویې جغرافیا کنټرول لري.

خو کربي وویل، پنټاګون تر اوسه په یاده سیمه کې د ځواکونو د چمتوالي او زیاتیدو نښې ندي لیدلي په خاص ډول د ډنباس په روسي پلوو سیمو کې.

XS
SM
MD
LG